د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول و وژل شو

د غزني د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول و وژل شو

Aug 19, 2018 - 14:18

غزني ښار(پژواک،٢٨زمرى٩٧): د غزني چارواکي وايي چې کومانډو ځواکونو د  امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول وژلى دى.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه د ملي اردو کومانډو ځواکونو د غزني ښار د قلعه امير محمد خان په سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې د کومانډو ځواکونو له لوري د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول ميرزاګل هم وژل شوى دى.

ده زياته کړه: (( کومانډو ځواکونه د ميرزاګل د کور په بام ختلي، هغه فکر کړى که وسله وال دي، نو ټوپک يې راخيستې په کومانډو ځواکونو يې ډزې کړي، هغوى هم پرې ډزې کړي چې په ترڅ کې يې ميرزاګل وژل شوى دى.))

د نوري په وينا پېښه کې تر څيړنو لاندې ده، ځکه په دې سيمه کې وسله والو کسانو هم شتون درلوده.

خو د ميرزاګل د کورنۍ يو غړى محمد انور بيا وايي: (( موږ چېغې کړې چې دولتي کسان يو ، خو بيا يې هم پر موږ ډزې وکړې او ميرزاګل يې مړ کړ.))

د يادنې وړ ده چې دا مهال د غزني ښار په بيلابيلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement