د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د څمکنيو اوسيدونکي: له امنيتی ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلې سيمې ساتو

د څمکنيو اوسيدونکي: له امنيتی ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلې سيمې ساتو

Aug 19, 2018 - 16:09

ګرديز(پژواک،٢٨زمرى٩٧): د پکتيا د څمکنيو ولسوالي د لواړي سيمې اوسيدونکي په دې سيمه کې په تر سره شويو نظامي عملياتو خوښ دي او له حکومت غواړي چې بيا دې سيمې ته د وسله والو طالبانو د راتلو مخه ونيسي.

دوی په دې سيمه کې د طالبانو د څو ورځيني حاکميت کيسې کوي او وايي چې د طالبانو د ظلم او سختي له امله زيات خلک کډه کولو ته اړ او له زياتو ستونزو سره مخ شوي و.

د لواړي د سليمانخېلو کلي اوسيدونکی طالب جان وايي چې وسله والو طالبانو د خلکو پر کورونو هم بريدونه کول او له خلکو يې غوښتل چې ورته تسليم شي.

طالب جان وويل:((موږ د ژوند په ارمان يو، شپې مو په ژورو کوټو کې تېرې کړې. ژوند مو ډېر سخت و، خو اوس ښه ده ملي اردو راغله، عمليات يې وکړه او کاميابي مو په برخه شوه.))

د حکيمزيو کلي اوسيدونکي رحيم الله وويل چې د سيمه خلک په نظامي عملياتو خلک زيات خوښ دي او له کلي کډه شوي ډېری کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي.

نوموړی له وسله والو طالبانو غواړي چې د عامو خلکو له وژلو او ځورولو لاس واخلي او د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

دی وايي:((اوس شکر دی، امنيتي ځواکونه راورسېدل، موږ زيات خوشاله يو او دلته امن او امنيت شو.))

د لواړي اوسيدونکی زيت الله وايي چې د جګړې په ورځو کې ځينو خلکو خوراکي او نور اوليه توکي نلرل او ناروغان د لارو تړل کېدو له امله په سخت حالت کې و.

نوموړی وايي چې وسله والو طالبانو درې ځله وړاندې هم په دې سيمه بریدونه کړي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دې سيمې د دايمي امن کېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

ده وويل:((ځينو کورونو کې وچې ډوډۍ هم نه وې، ولادي ناروغان هم و، خو د لارو او نور مشکلات ډېر زيات و. زموږ له دولت څخه هيله ده چې بيا د داسې پېښو د مخنيوي په خاطر اقدام وکړي. د دې ځای ټول خلک له خپلو سيمو ته ولاړ دي او له امنيتي ځواکونو سره يو ځای به يې ساتي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال خليل پژواک ته وويل چې سيمه يې امن کړې او ټولې حاکمې سيمې له وسله والو بېرته نيولې دي.

دی واي: ((د خدا په فضل لاره خلاصه شوى، د افغانستان ملي بېرغ چيرته چې زموږ موخه وه هلته رسيدلى دى او کوم ځاى مو چې هدف و هغه مو اشغال کړى دى.))

په څمکنيو کې د ملي اردو د مېشت کنډک رييس ارکان احمد وويل چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي هم و، چې د جانيخېلو لپاره د وسله والو د ولسوال په ګډون پکې ډېری مخالفين وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دی وايي:((د طالبانو د سرې قطعې زيات کسان ووژل شول، په دوی کې پاکستانيان، چيچنايان او عربان هم و او ويې نشو کولی چې د افغانستان د اردو يو خط شاته کړي، الحمدلله ماته يې وخوړه او ټولې سيمې موږ ونيولې.))

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي چې د لواړي سيمې د دايمي امن کولو لپاره يې په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو دوه پوستې جوړې کړې دي.

مندوزي پژواک ته وويل:((د څمکنيو ولسوالي د لواړي په سيمه کې نظامي عمليات په برياليتوب پای ته ورسېدل او کومې څوکې چې موږ غوښتې، هغه مو ونيولې. دلته مو دوه پوستې ايجاد کړې او نور به دښمن دې ته د راتلو توان ونلري.))

وسله والو طالبانو د دې عملياتو او د دوی اړوند د خلکو او امنيتي چارواکو د ادعا په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.

د يادونې ده چې لواړي د جانيخېلو او څمکنيو ولسوالي ګډه سيمه ده، چې تېر کال يې د وسله والو لخوا له نيولو وروسته جانيخېل ولسوالي سقوط شوې د څمکنيو زياتو سيمو ته ترې ګواښ پېښ شوی و. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement