ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د نوي اوربند لپاره کاري او عملي پلان چمتو کېږي

غني: د نوي اوربند لپاره کاري او عملي پلان چمتو کېږي

author avatar
19 Aug 2018 - 12:15
غني: د نوي اوربند لپاره کاري او عملي پلان چمتو کېږي
author avatar
19 Aug 2018 - 12:15

کابل(پژواک،٢٨زمرى٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې سیاسي ګوندونه، ځوانان، ښځې او د ټولنې ټول اقشار د سولې په اړه اجماع لري.

دغه څرګندنې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له بېلابیلو اقشارو سره د خپلو مشورتي کتنو په لړ کې پرون ماښام د سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې ، ښځو او ځوانانو له یو شمېر استازو سره د کتنې پرمهال وکړې.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې احمدشاه ځدراڼ د سیاسي ګوندونو، ملیحې ملکپور د ښځو  او مطیع الله ځلاند د ځوانانو په استازیتوب د ټاکنو، اوربند، سولې او اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې طرحې، نظریات او وړاندېزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

وروسته ولسمشر غني وویل چې د سیاسي ګوندونو، ځوانانو، ښځو او د ټولنې د ټولو اقشارو اجماع پر سولې ده او دغه راز د علماو متفقه فتوا او ملي اجماع هم په دې برخه کې وجود لري.

هغه زياته کړه چې له هغو مشورو څخه  په استفادې چې د ټولنې له نورو اقشارو سره شوي، د نوي اوربند لپاره کاري او عملي پلان چمتو کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.