د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې تر ځانمرګي بريد وروسته، د ځانمرګو بريدګرو شبکه ونيول شوه

ننګرهار کې تر ځانمرګي بريد وروسته، د ځانمرګو بريدګرو شبکه ونيول شوه

Aug 19, 2018 - 16:24

تعقيبي-جلال اباد (پژواک  ۲۷ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې تر ځانمرګي بريد وروسته يې د ځانمرګو بريدګرو يوه څلور کسيزه شبکه نيولې ده.

چارواکي وايي، ياد بريد نن د زمري په ۲۸مه تر غرمې وروسته نږدې څلور بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د انګورباغ په سيمه کې په يوه مدرسه کې شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې بريدګر وژل شوی او تر بريد وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رسېدلي دي.

دی وايي، د ملي امنیت منسوبینو د اطلاعاتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یوه شبکه تر تعقیب لاندې وه،چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یې د نیولو په موخه عملیات ترسره کول،چې د عملیاتو د پیل وړاندې ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

هغه زياتوي، د چاودنې له امله بريدګر ووژل شو؛ خو څلور نور ملګري یې ژوندي ونیول شول .

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یاده شبکه د ملي امنیت د ځانګړي تعقیب او عملیاتو د ترسره کېدو له امله په څلورمه ناحیه کې د عبدالله بن فتاده مدرسې ته د ننه شوي،چې په یاده سیمه کې یې ځانمرګی بریدګر ووژل شو او څلور نور د شبکې غړي ژوندي ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده،چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت مؤظفینو په جلال اباد ښار کې د ځآنمرګو بریدګرو یوه بله اووه کسیزه شبکه هم د پېښو د رامنځته کېدو وړاندې ونیوله.

 

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement