کابل(پژواک،٢٨زمرى٩٧): پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي، پر افغانو تپل شوې جګړه استعماري ده چې د ځينو هيوادونو د لویو موخو لپاره پر مخ وړل کيږي.
دغه څرګندونې د هغې پيغام په ترڅ کې شوي چې د زمري په ٢٨مه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوى دى.
حامد کرزي په دې پيغام کې د هيواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ٩٩ يمې کليزې د را رسيدو له امله هيوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
هغه ويلي: (( ۹۹ کاله د مخه زموږ پلرونو او نیکونو په پوره هوښیارۍ، اتحاد، ټینګ عزم او لوړ همت سره د وخت له استعماره د خپل ګران هېواد استقلال بېرته واخیست.))
کرزى وايي د بشر د تاریخ په اوږدو کې د استعمار بڼې بدلې شوي خو ماهیت یې هماغه پاتې شوی دى.
هغه زياتوي: (( پر موږ نننۍتحمیل شوې جګړه هم په واقعیت کې استعماري جګړه ده چې د ځینو هېوادونو د لویو اهدافو لپاره پر مخ بيول کېږي.))
کرزى په ټينګار سره وايي چې یو وار بیا ملت ته په کار ده ترڅو په هوښیارۍ سره د پرديو دسیسې تشخیص کړي او په مقابل کې په پوره اتحاد او کلک عزم سره ودرېږي.
ده زياته کړه: ((راځئ چې یو ځل بیا د خپلې عنعنوي لویې جرګې له لارې د خپل ځان او خپلې خاورې واک پخپل لاس کې واخلو او خپل وطن د پردیو اهدافو په لاره کې له قرباني کېدو وژغورو.))
نوموړي پر طالبانو هم غږ کړى چې له روانو ستونزو د خلاصون په موخه د نورو هيوادوالو ترڅنګ دوى هم په لويه جرګه کې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ځلې د لويې جرګې پر جوړيدو ټېنګار کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن