ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې پنځو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Aug 2018 - 17:10
author avatar
20 Aug 2018 - 17:10

پلخمري (پژواک ۲۹ زمری ۹۷): د پلخمري ښار اړوند سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید له امله دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون درې نور ټپیان دي.

ځايي سرچینو د زمري په ۲۹ پژواک خبرى اژانس ته وویل وسله والو طالبانو نن له غرمې وروسته د بالادوري په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان محمد خان پر هاموې موټر برید وکړ چې په ترڅ کې یې دوه پولیس ووژل شول او د یاد قوماندان په ګډون درې نور ټپیان شول.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې د سیمه ییزو پولیسو ټانګ هم سوځېدلی دی .

د بغلان امنیتي مسوولین بیا له دې پېښې ځان ناخبره ښيي.

د پلخمري د ملکي روغتون سرطبیب، ډاکتر محمد انور وردګ پژواک ته وویل چې له دې پېښې دوه مړي او یو ټپي روغتون ته ور وړل شوي دي.

ډاکتر وردګ زياته کړه چې ټپي که څه هم بدن یې سوځېدلی خو روغتیايي حالت یې ډاډمن دی او جسدونه د سیمه ییزو پولیسو دي چې د طالبانو له خوا برید کې وژل شوي.

وسله والو طالبانو د یادې پیښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم طالبانو د ډنډغوري اړوند په سرخ کوتل سیمه کې پر سیمه ییزو پولیسو برید کړی و چې په ترڅ کې یې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.