ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا قومي مشران: طالبان دې هم درې مياشتې اوربند وکړي

د پکتيا قومي مشران: طالبان دې هم درې مياشتې اوربند وکړي

author avatar
20 Aug 2018 - 16:25
د پکتيا قومي مشران: طالبان دې هم درې مياشتې اوربند وکړي
author avatar
20 Aug 2018 - 16:25

گردېز (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٧): د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو ګڼو قومي مشرانو د لوی اختر په مناسبت د حکومت له خوا د درې مياشتني مشروط اوربند د اعلان د هرکلي تر څنګ له وسله والو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو غوښتنه وکړه.

قومي مشرانو له طالبانو د اوربند دغه غوښتنه نن (د زمري ۲۹مه) په ګردېز کې د یوې ناستې په ترڅ کې وکړه.

دوی د روانې ستونزې حل يوازې خبرې وبللې او ويې ويل چې د سولې خبرو ته د سولې په فضا کې زمينه برابرېږي.

حاجي نېک محمد وويل چې جګړه د افغانانو تر منځ روانه ده او د پای ته رسولو لپاره يې هم د پرديو له لاسوهنې لرې بين الافغاني خبرې وشي.

دی وايي: ((له طالبانو وروڼو خواهش کوو چې سوله وکړئ، څو افغانان په ګډه قوي اسلامي حکومت جوړ کړي او دلته چې څوک بهرني راغلي، په ګډه سره يې له وطنه وباسو.))

قومي مشر عبدالله خان وويل چې بهرني هېوادونه او کړۍ به هېڅکله نه يوازې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مخلصانه هڅې ونه کړي، بلکې ځيني هېوادونه د دې پروسې پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.

دی وايي: ((دا بايد ومنو چې امريکايان، روسان، انګليسان، هنديان، عربان، ايرانيان او پاکستانيان به په افغانستان کې سوله راولي او نه به دې ته کار وکړي چې افغانان سره يو ځای شي او سوله وکړي.))

يو بل با نفوذه قومي مخور حاجي ګلام خان وايي چې په هېواد کې جګړه اوس اوږده شوې او هر څه ژر يې بايد د پای ته رسولو لپاره مسولانه اقدام وشي.

ګلام خان وويل: ((له ولسمشره مننه کوو چې اوربند يې اعلان کړ، له طالبانو مو هم دا غوښتنه ده چې اوږدمهال اوربند وکړي او مذاکراتو ته لار هواره شي. د افغانستان مسئله چې په مذاکراتو حل نه شي، په جنګونو نه حل کيږي.))

اسلام الدين منګل هم دا خبره کوي او وايي چې افغانان په بېلابېلو مقدسو نومونو د پرديو د ګټو قرباني کیږي او هر ډول زيانونه يې يوازې د دې خاورې اوسيدونکو ته رسېږي.

منګل وويل: ((الله پاک ويلي چې والصلح خير. موږ به د سولې راوستو لپاره هر قسم هلې ځلې وکړو او هر قسم قربانۍ ته دا ټول قومونه تيار يو. موږ به هېڅکله کرار نه کېنو او هېڅ هڅه نه سپموو او په خپلو ټولو امکاناتو سوله غواړو او غوښتونکي يې يو.))

خاواني جهاني د پکتيا د قومي مشرانو د ناستې شپږ مهمې ليکلې غوښتنې بيان کړې چې په کې له طالبانو د اوږدمهال اوربند غوښتنه شوې او له ټولو هېوادوالو هم غواړي چې په خپلو سيمو کې د سولې قوي ولسي حرکتونه پيل کړي او دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.