ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی طالبانو ته: جګړه ودروئ او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړئ

حامد کرزی طالبانو ته: جګړه ودروئ او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړئ

author avatar
20 Aug 2018 - 16:58
حامد کرزی طالبانو ته: جګړه ودروئ او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړئ
author avatar
20 Aug 2018 - 16:58

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): پخوانی ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا دودیزه لویه جرګه له اوسنیو ستونزو د وتو، سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره غوره لار بللې او له طالبانو یې غوښتي چې جګړه نوره ودروي.

دغه مطلب د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د افغانستان مسلمان ملت ته د لوی اختر په مناسبت پیغام کې څرګند کړی دی. 

په یاد پیغام کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلي راغلي دي: ((له لوی خدای ج نه غواړم څو د افغانستان خلک د لوی اختر ورځې له خپلو کورنیو سره په خوشالۍ تېرې کړي او د دغه اختر په برکت زمو ګران هېواد د دایمي سولې او ثبات خاوند شي.

کرزي په خپل دغه پیغام کې څرګنده کړې ده چې له بده مرغه هېواد د هرې ورځې په تېرېدو د جګړې په اور کې سوځي او دغه اور د پردیو د ګټو لپاره بل شوی دی او د افغانستان په هر څنډه زموږ خلک قرباني کېږي.

هغه زیاته کړې: ((په همدې دلیل بیا هم له هېوادوالو غواړم څو په ټوله هوښیاري زموږ د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې د پردیو دسیسې تشخیص کړي او د دغو دسیسو پر وړندې په یووالي، کلک عزم او قوي ارادي باندې ودرېږي.))

پخواني ولسمشر د خپلو خبرو په دوام ویلي چې د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې مهم ملي مسایل د لویې جرګې له لارې چې زموږ د خلکو د ملي ارادې ممثله ده، هوار کړي دي.

د هېواد روانو حالاتو ته په کتو اوس هم له اوسنیو ستونزو د وتو لپاره یوازېنۍ اغېزناکه لاره دودیزه لویه جرګه جوړول دي څو له ټول هېواد څخه د خلکو په جمعي پرېکړو موږ افغانان بیا ځلي د خپل اختیار خاوندان شو.

نوموړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشاره ویلي: ((د طالبانو له اسلامي تحریک نه هم غواړم څو جګړه ودروي او له نورو هېوادوالو سره یو ځای دې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي څو ټول په ګډه سره افغانستان د پردیو له دسیسو او لاسوهنو وژغورو او د خپلو خلکو لپاره سوله، امنیت او سوکالي رامنځته کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.