ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خانزاده کاروان: د ژوند تر وروستۍ شېبې به له هېواد او خلکو په دفاع کې وجنګېږم

خانزاده کاروان: د ژوند تر وروستۍ شېبې به له هېواد او خلکو په دفاع کې وجنګېږم

author avatar
20 Aug 2018 - 17:16
خانزاده کاروان: د ژوند تر وروستۍ شېبې به له هېواد او خلکو په دفاع کې وجنګېږم
author avatar
20 Aug 2018 - 17:16

ښرنه (پژواک، ٢٩ زمری ٩٧): پکتيکا کې د ځانګړو پوليسو نوی ټاکل شوی قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې يې وسله والو طالبانو ته په ډېرو نښتو کې ماتې ورکړې او زیاتوي د ولس په همکارۍ به د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله د دغه ولايت امنيت د ډاډ وړ وي.

په پکتيکا کې د ځانګړو پوليسو د مخکني قوماندان عزيزالله کاروان له وژل کېدو وروسته د دغه ولايت د ولسونو په غوښتنه د هغه کشر ورور خانزاده کاروان د هغه ځایناستی شو.

د پکتيکا والي الياس وحدت وايي، عزيزالله کاروان چې په کابل کې د وسله والو له لوري په يو بزدلانه بريد کې ووژل شو، کارنامې یې د ستايلو وړ دي او د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې يې مهم رول درلود.

هغه وويل چې سمونوال خانزاده کاروان د عزيزالله ځای ناستی شو او په رسمي ډول يې خپله دنده پيل کړه.

د ارګون ولسوالۍ قومي مشر محمد اعظم په دې اړه وويل چې د دغه ولايت ټول ولسونه د امنيت په خوندي کولو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او په هر ډول شرايطو کې به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې افغان دولت به د عزيزالله کاروان قاتلين پيدا کړي او له قانون سره سمه سزا به ورکړي.

قومي مشر خورشيد امان کټوازی هم د عزيزالله سرښندنې وستايلې او هغه يې يو اتل وباله.

نوموړي زياته کړه چې خانزاده کاروان به هم د خپل ورور لار تعقيب کړي او د دغه ولايت د ولسونو امنيت به د خپل ورور په شان وساتي.

د ځانګړو ځواکونو قوماندان سمونوال خانزاده کاروان هم په خپلو خبرو کې وويل: ((د خدای ج په مرسته د ولسونو په همکاري د امنيت په خوندي کولو کې د خپلو همسنګره ملګرو سره اوږه په اوږه د امنيت په خوندي کولو کې برخه واخلم.))

سرچيني زياته کړه چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې به د خپل هېواد او ولسونو د دفاع په موخه وجنګېږي.

د يادونی ده، عزيزالله کاروان دوه مياشتي وړاندې د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د وسله والو له خوا ووژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.