د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک د اوربند په اړه د طالبانو مثبت ځواب ته په بې صبرۍ په تمه دي

خلک د اوربند په اړه د طالبانو مثبت ځواب ته په بې صبرۍ په تمه دي

Aug 20, 2018 - 15:42

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): ځیني خلک د حکومت له خوا اعلان شوي مشروط اوربند ته د هرکلي تر څنګ له طالبانو هم غواړي چې دغه کار وکړي او وايي چې د اسلام دین هم پر سولې او خوشحالۍ په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې ټینګار کړی دی.

هغوی د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د سولې په اړه دغه قراني حکم عملي کړي.

د افغانستان دولت له نن (عرفه) څخه د میلاد النبي تر ورځې پورې د درېیو میاشتو لپاره مشروط اوربند اعلان کړ خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی معلوم کړی.

خلکو د حکومت له لوري د مشروط اوربند نوښت پر نېک فال نیولی او وايي، که طالبان هم د حکومت په څېر اوربند اعلان کړي او د حکومت دغه غږ ته لبیک ووايي، د اختر خوښۍ به یې څو چنده شي.

د کابل اوسېدونکی او د یوه خصوصي پوهنتون استاد حکمت جویا دغه راز پژواک ته وویل، د اوربند اعلان د دغه هېواد د غم ځپلو خلکو غږ دی، د هغې مور غږ دی چې خپل زوی او یا خاوند یې له لاسه ورکړی، د هغه پلار غږ دی چې د کورنۍ غړی یې نور له دوی سره نشته، د هغه ماشوم غږ دی چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي او بالاخره د هغو ځوانانو غږ دی چې غواړي د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخلي، زده کړې وکړي او د دغه هېواد د ژغورلو لپاره د حل لاره پیدا کړي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د یوه دایمي اوربند لپاره ګام پورته کړي څو په اړه یې د خلکو نفرت ډېر نه شي.

په غور ولایت کې د مدني ټولنې بنسټونو د مجتمع رییس خدایار واقف د حکومت له خوا د درې میاشتني مشروط اوربند د هرکلي تر څنګ وویل چې دغه اوربند د سولې راتلو لپاره د خلکو یوازېنۍ هیله ده.

واقف پژواک ته وویل: ((دولت په دغه اوربند سره په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابروي، موږ هیله من یو چې طالبان هم اوربند وکړي څو نور د بېګناه خلکو د وژلو شاهد ونه اوسو.))

د ګردېز اوسېدونکی عمران وايي چې ټولو هېوادونو د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی او طالبان هم باید مثبت ځواب ووايي.

هغه وايي: ((اوربند دایمي سولې ته د رسېدو لپاره یو پیاوړی ګام دی، له جګړې د لرې کېدو او د سولې خبرو ته د زمینې برابرېدو لپاره ګام دی.))

د لښکرګاه اوسېدونکی بلال احمد هم له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت غږ ته چې د مظلومو او دردمنو خلکو غږ دی، په بېړه مثبت ځواب ووايي.

هغه وویل: ((هم حکومت او هم طالبان همېشه وايي چې د خلکو لپاره سوله غواړي، نو باید د ملت دغه غږ واوري او له جګړې دې لاس واخلي، نه یوازې په اختر کې، بلکې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې ترلاسه کړي او دایمي اوربند دې وکړي.

په عین حال کې د کندهار اوسېدونکی نصرت الله وايي چې د دغه ولایت خلکو هم لکه د نورو په څېر هیله درلوده چې دغه ځل به دایمي اوربند رامنځته کېږي خو دا چې طالبانو تر اوسه اوربند نه دی اعلان کړی، ډېر اندېښمن دی.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي نورمحمد وویل: ((جګړه فتنه ده چې زموږ هر څه یې له منځه یووړل، نو طالبان هم باید که د خلکو لپاره د سولې غوښتونکي وي، اوربند اعلان کړي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement