ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي

author avatar
20 Aug 2018 - 15:47
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي
author avatar
20 Aug 2018 - 15:47

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ زمری ۹۷): د اروزګان ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت خلک وایي چې طالبان یو ځل بیا د ترینکوټ ښار ته نږدې شوي او هره شپه د ښار د کمربند پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د دغه ولایت ځایي اوسېدونکي اندېښنه ښيي که د اروزګان امنیت ته ځانګړې پاملرنه ونه شي، نو طالبان به د تېر په څېر يو ځل بیا د ولایت تر مقام او امنیې قوماندانۍ پورې ور ورسېږي

دوه کاله مخکې طالبانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار او د یو شمېر ولسوالیو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه ترسره کړل، لسګونه امنیتې پوستې یې ونیوې او تر دولتي ودانیو پورې ورسېدل.

که څه په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د ځپلو په موخه لسګونه پوځي عملیاتونه ترسره شوي او د ولایت په رهبرۍ کې بدلونونه راغلي خو لا هم جګړه د ولایت له مرکزه نه ده لرې شوې.

د اروزګان اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، طالبان اوس هم د ښار په څنډو کې هر شپه پر امنیتې پوستو بریدونه کوي.

اروزګان کې مدني فعال ادم خان جیلاني پژواک ته وویل، اوس هم هره شپه د ښار په څنډو کې سخته نښتې روانې وي، ښاریان یې په وېره کې اچولي، ټولې لویې لارې د طالبانو له خوا تړل شوې او خلک له ترینکوټ څخه نورو ولایتونه ته کډه کوي.

هغه وایي، حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبان له ترینکوټ له ښاره پر شا نه کړل او نه یې د هغوی د ځپلو لپاره خاص عملیات وکړل.

جیلاني زیاتوي، که مرکزي حکومت اروزګان ته پاملرنه ونه کړي نو دغه ولایت به یو ځل بیا د سقوط تر بریده ورسېږي.

د ترینکوټ یوه بل اوسېدونکي شمس الله ملي هم پژواک ته وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د اروزګان په امنیتې مسوولینو کې له بدلونو سره سره د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او نه هم پرمختګ شوی دی.

ملي وایي، افغان ځواکونو هغه سیمې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې نیولې وې، څو ورځي مخکې یې بېرته طالبانو ته پرېښودې.

نوموړې زياته کړه چې دلته د امنیتې ځواکونو تر منځ نه همغږي او کمزوي رهبري د دې لامل شوي چې طالبان اوس هم د ترینکوټ لپاره لوی ګواښ شي.

دى ګواښ کوي، که مرکزي حکومت اروزګان ته پاملرنه ونه کړي، دغه ولایت به یو ځل بیا سقوط وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.