ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګون ولسوالۍ لویه لار د طالبانو له خوا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده

د ارګون ولسوالۍ لویه لار د طالبانو له خوا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده

author avatar
20 Aug 2018 - 10:09
د ارګون ولسوالۍ لویه لار د طالبانو له خوا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده
author avatar
20 Aug 2018 - 10:09

ښرنه (پژواک، ۲٩ زمرى ۹٧): د پکتيکا ځیني خلک وايي، وسله وال طالبان غواړي د ارګون لویه لار چې د دغه ولایت اته ولسوالۍ سره نښلوي، وتړي او اندېښنه څرګندوي چې که دې لارې ته پاملرنه ونه شي له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.

 بلخوا بیا امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د يادې لارې امنيت خوندي کولو په برخه کې به ناغېړي نه کېږي.

په پکتیکا کې د مدني ټولنې د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان ګټوازي د زمري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پکتيکا په ځانګړي ډول د اورګون لويې لارې امنیت ته ځانګړې پاملرنه په کار ده.

هغه وايي چې د سر روضې ولسوالۍ اړوند د شاتورو په سيمه کې چې اورګون ولسوالۍ ته نږدې ده، وخت نا وخته پر امنيتي پوستو بريدونه کېږي.

د دغه ولایت د مرکز ښرني يوه اوسېدونکي عبدالله هم وايي چې په دې وروستيو کې د اورګون لویې لاري امنيت خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه چې لارې ته وسله وال را وځي، پر امنيتي پوستو بریدونه کوي او اوازه ده چې وسله وال طالبان غواړي دغه لاره د ترافيکو پر مخ وتړي.

د اورګون ولسوالۍ يو اوسېدونکی شېرخان بیا وايي چې که د اورګون لویه لار وتړل شي د اورګون زون اړوند د نهو ولسواليو اړيکې به له مرکز ښرنې سره پرې شي او هغه مالونه چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړل کېږي، هغه به هم بند شي.

نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د خلکو پر مخ دې لویې لارې نه تړي او زیاته یې کړه چې حکومت باید امنیت ټینګ کړي.

بلخوا په اورګون کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان احمدشاه خلکو ته د یادې لارې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

هغه پژواک ته وويل چې  سیمه پولیس د دې لارې د امنیت ټینګښت ته بشپړ چمتو دي او طالبان به پرې نه ږدي چې دغه لاره وتړي.

د اورګون ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالوحيد هم پژواک ته وويل چې وسله وال به هېڅکله ونه توانېږي چې د اورګون زون د نهو ولسواليو لاره بنده کړي.

د يادونې ده، اوس هم له غزني او کابل څخه پکتیکا ته غځېدلې دوه لویې لارې له تېرو څو مياشتو راهیسې د طالبانو له خوا تړل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.