کندوز (پژواک، ۲٩ زمرى ۹٧): وسله والو طالبانو نن سهار د کابل- کندوز له لويې لارې درې ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر ګرځولي او له سپرليو سره یې یوې لرې سیمې ته بیولي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفی الله محزون د زمري په ۲۹مه د دغه خبر د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ اړوند د کندز- کابل له لویې لارې د سپرلیو درې موټر ګرځولي او له سپرلیو سره یې یوې لرې سیمې ته بیولي دي.
دغه امنیتي سرچینه زیاتوي چې له دې پېښې وروسته سمدستي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او اوس له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او ډېری دولتي کار کوونکي او سرتېري د اختر په رخصتیو خپلو کورونو ته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن