کابل (پژواک، ۲٩ زمرى ۹٧): د نړۍ د ګڼو هېوادونو سلګونه زره مسلمانانو نن په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم پر ځای کوي.
د شاوخوا ٣٠زره افغانانو په ګډون له ټولې نړۍ سلګونو زرو مسلمانانو د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د حج مناسک پيل کړل.
دوى تېره شپه له مکې مکرمې منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ ته راټول شول او د (لبيک اللهم لبيک) په ويلو سره يې د الله په دربار کې د مغفرت دعاګانې وکړې.
هغوى د غرمې او مازديګر لمونځونه په ګډه د عرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او د حج خطبه يې واورېده، له هغه وروسته د مزدلفې پر لور وخوځېدل.
مسلمانان به د ماښام او مازديګر لمونځونه په مزدلفه کې وکړي او شپه به تر شنه اسمان لاندې تېروي، د اختر په لومړۍ ورځ د سهار تر لمانځه وروسته به حاجيان بېرته مني ته ځي، لوى شيطان به په کاڼو وولي، وروسته به خپل ويښته کموي او حرام به لرې کوي.
حاجيان به د اختر په دويمه او درېيمه ورځ هم شيطانان په کاڼو ولي او وروسته به په حرم شريف کې د وروستي طواف ترسره کولو سره د حج مراسم پاى ته ورسېږي.
سږ کال له سعودي عربستان او ټولې نړۍ څخه شاوخوا درې ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللي چې په کې شاوخوا ٣٠زره افغانان هم شامل دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت او د حج وزارت ويلي چې د حج د فريضې ادا کولو لپاره يې کلک امنيتي تدابیر نيولي او حج کوونکو ته يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د سعودي حکومت اعلان کړى چې د حج پر مهال پر هر ډول سياسي حرکتونو او شعارونو بنديز دى او که هر چا سرغړونه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن