کابل (پژواک، ۲٩ زمرى ۹٧): ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، که طالبان اوربند ته مثبت ځواب ونه وايي، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو له منسوبینو، د ولایتي شوراګانو او د سولې او علماوو شوراګانو له مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د لوی اختر په ورځو کې د امنیت د لا زیات ټینګښت او د اوربند د ورځو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
دغه ویډیو کنفرانس نن ماښام د توحید په ملي مرکز کې جوړ شو چې په کې د سولې عالي او د افغانستان د علماوو سراسري شوراګانو ريیسانو، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو او یو شمېر دولتي چارواکو حضور درلود.
په پیل کې د هرات والي محمداصف رحیمي د والیانو، ډګر جنرال محمد زمان وزیري د ملي اردو د منسوبینو، مل پاسوال داوود تره خېل د ملي پولیسو د منسوبینو، برید جنرال برکت الله د ملي امنیت لوی ریاست د منسوبینو، مولوي عبیدالله الکوزي د ولایتونو د علماوو شوراګانو د ريیسانو، ډاکتر عبدالبشير صمیم د ولایتي شوراګانو او محمد صدیق علي یار د سولې ولایتي شوراګانو د ريیسانو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د اوربند او سولې پروسې په اړه د ولسمشر د نوښت هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د اوربند د مدیریت په اړه بشپړ چمتووالی لري.
ولسمشر د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، که طالبان اوربند ته مثبت ځواب ونه وايي، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د هېواد ولسمشر وویل، د اوربند مشخصات د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشترک دستورالعمل له مخې د هېواد ولایتي ادارو ته استول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن