ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​په غور کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټيټې شوې دي

​په غور کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټيټې شوې دي

author avatar
20 Aug 2018 - 11:05
​په غور کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټيټې شوې دي
author avatar
20 Aug 2018 - 11:05

کابل (پژواک، ٢٤ زمری ٩٧): په غور کې د څارويو ځيني پلورونکي وايي چې په روان کال کې د وچکالۍ ګواښ د څارويو په بیه منفي اغېز کړى، حتی د لوی اختر په رارسېدو هم د څاریو بیې نه دي پورته شوې.

د غور په مرکز فېروزکوه کې «ګنج بازار» د مالدارانو لپاره د څارویو د پلور یوه سیمه ده چې هره ورځ په کې سلګونه غواګانې، خوسي، پسونه او وزې پلورل کېږي.

یو شمېر څاروي پلورونکي او څاروي پېرونکي چې د ښار له نږدې یا لرې سیمو څخه ګنج بازار سیمې ته راغلي وايي، د څارويو بیې د تېرو کلونو په پرتله ټيټې شوې دي.

مالداران چې هر یوه یې لسګونه څاروي د پلور لپاره راوستلي د څارویو د بیو د کمېدو لامل وچکالي بولي.

د دولینې ولسوالۍ مالدار ضیاالحق چې دغه بازار ته راغلی پژواک خبري اژانس ته وویل، د څارویو د پلور کار و بار کوي او له دې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

نوموړي زیاته کړه، روان کال د دوی لپاره ښه نه و؛ ځکه د وچکالۍ له امله د ټولو هغه څر ځايونه چې دوی په کې مالونه څرول وچ شوي او نوموړی اړ دی چې له بازار نه د د څارويو خوراکي توکي واخلي.

نوموړي د دې په ویلو سره چې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې ۲ زره افغانۍ کمې شوې دي زیاته کړه: (( د ژوند ټوله پانګه مې دا څو غواګانې، پسونه او وزې دي، که دا ټول هم وپلورم د کورنۍ مصارف پرې نه شم پوره کولی.))

ضیاالحق چې ګنج بازار ته یې ۲۰ وزې او ۱۵ غويي راوړي وویل، تېر کال یې یوه وزه په ۷ زره پلورله؛ خو روان کال یې پېرېدونکي په څلور یا پنځه زره افغانۍ بیه کوي.

بل مالدار صبر الدین چې د څارویو له بيو یې شکایت درلود وویل، د وچکالۍ له امله د خپلو څارویو پلور ته مجبور شوی دی.

هغه زیاته کړه: (( روان کال مو د څارویو بیې د قناعت وړ نه دي او موږ اړ یو چې خپل څاروي له دې امله په کمه بیه وپلورو؛ ځکه په غرونو او دښتو کې څرځايونه نشته او ټولې سیمې وچې شوې دي.))

د فېروز کوه اوسېدونکی ویس الدین چې د پسه د اخیستو لپاره ګنج بازار ته راغلی وویل، د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې کمې شوې دي؛ خو د بېکارۍ له امله خلک د تېر په ډول د څارویو د اخیستو توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: (( موږ هر کال قرباني  لرو، نن ګنج بازار ته راغلی یم چې په مناسبه بیه یو پسه وپېرم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.