کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۹۷) : افغانستان د کرکټ په لومړي شل اووریزه نړیواله لوبه کې کوربه هیوادایرلینډ ته ماتې ورکړه.
ایرلینډ ددې لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې لومړۍ دتوپوهنې بلنه ورکړه.
د باران له امله دا لوبه ۱۸ اورونو ته کمه شوې وه، افغانستان په ټاکل شویو ۱۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري حضرت الله ځآځی ۷۴،اصغر ستانکزی ۳۱ او شهزاد محمدي ۲۹ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۱۸ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري راشدخان ۳، مجیب او افتاب دوه دوه، فرید او نبي یو یو لوبغاړی وسوځولو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن