ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځانګړې قطعې کابل کې دداعش ۴ بریدګر وژلي، ۵ یې ژوندي نیولي

افغان ځانګړې قطعې کابل کې دداعش ۴ بریدګر وژلي، ۵ یې ژوندي نیولي

author avatar
21 Aug 2018 - 22:49
افغان ځانګړې قطعې کابل کې دداعش ۴ بریدګر وژلي، ۵ یې ژوندي نیولي
author avatar
21 Aug 2018 - 22:49

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۹۷) : د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، چې دداعش نهو تنو وسله والو د کابل ښار پر بیلا بیلو سیمو ۳۰ مرمۍ توغولې وې، چې دافغان ځانګړو پولیسو لخوا یې څلور تنه ووژل شول او پنځه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

دغو وسله والو نن سهار په داسې حال کې چې په ارګ کې د لوي اختر لمونځ کیدلو، دارګ پر شاوخوا سیمو د هوان او راکټ بریدونه وکړل، چې دوه یې دارګ ددننه ولګیدل.

په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ لخوا د زمري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول بریدونه د ولسمشر غني د اختر وینا ګډه وډه کړه، خو دافغانانو اراده نه شي ګډه وډه کولی.

سرچینې زیاته کړې، د ناټو د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د اتمې حوزې له مربوطاتو څخه شاوخوا ۳۰ د هوان او راکټ مرمۍ توغولي  وو.

ناټو ویلي، چې د افغانستان د پولیسو د ۲۲۲ ځانګړې قطعې سیمه تشخیص کړه او د ایم ډی ۵۳۰ چورلکې په وسیله یې پرید برید وکړ، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال بریدګر ووژل شول او پنځه یې ژوندي ونیول شول.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د ناټو دروزنې ماموریت لخوا له افغان ځواکونو سره همکاري کیدله، خو په عملیاتو کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.