ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ننني بريد کې دوه بريدګر وژل شوي او شپږ ملکي او نظامي کسان ژوبل شوي

د کابل په ننني بريد کې دوه بريدګر وژل شوي او شپږ ملکي او نظامي کسان ژوبل شوي

author avatar
21 Aug 2018 - 10:59
د کابل په ننني بريد کې دوه بريدګر وژل شوي او شپږ ملکي او نظامي کسان ژوبل شوي
author avatar
21 Aug 2018 - 10:59

درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٧): امنيتي مسوولين وايي، د کابل ښار عيدګاه ته جومات ته نږدې وسله وال بريد د دوو بريدګرو په وژلو او شپږو ملکي او نظامي کسانو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د پېښې سيمې سره نږدې خبريالانو ته وويل، نن سهار کابو نهه بجې دوه وسله وال د لومړۍ حوزې اړوند د ماهي په نوم يوه سراى کې ځاى په ځاى شوي وو او له هماغه ځايه يې په هاوان او راکټونو د کابل ښار ځينې سيمې په نښه کړلې.

ده زياته کړه، وسله والو د لومړۍ، دويمې، نهمې، لسمې او شپاړسمې امنيتي حوزو په څو سيمو راکټونه توغول او فيرونه يې کول.

د هغه په وينا، تر بريد وروسته د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو د ځپلو په موخه تصفيوي عمليات پيل شول او په سراى کې ځاى په ځاى شوي دواړه وسله وال غرمه مهال (١٢ بجې) له منځه يوړل شول.

دانش وايي، په ياد شوي سراى کې د مشکوکو دوو موټرو د په نښه کولو او ويشتلو له امله اور لګېدلى او د اطفايې کارکوونکو دغه اور کابو او مړ کړ.

دى زياتوي، د دې بريد له پاى ته رسېدو وروسته په سيمه کې د پلټنې عمليات روان دي، د شاوخوا کورونو خلک امن ساحو ته لېږدول شوي او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د کورنيو چارو وزارت وويل، پوليسو د دې پېښې په اړه چې څنګه بريدګر دې سراى ته رسېدلي او ځاى په ځاى شوي، څېړنې پيل کړې چې پايلې به يې وروسته له هېوادوالو سره شريکې شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سراى کې د خلکو سلګونه ټنه سوداګريز توکي هم موجود وو.

له بلې خوا د کابل ګارنيزيون قومندان جنرال مراد علي مراد نن تر ماسپښين وروسته په خبري کنفرانس کې وويل چې دغه بريد د دوو کسانو له خوا شوى و او دواړه په کې ووژل شول. دغه راز په دې بريد کې شپږ ملکي او نظامي کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه بريد د داعش او دوو نورو بانډونو له خوا په ګډه ترسره شوى و.

د پژواک اژانس خبريال له سيمې څخه راپور ورکوي چې په سيمه کې کابو درې ساعته د ډزو او درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل. سيمې ته ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه رسېدلي او له وسله والو سره په جګړه بوخت وو او هم يې د هغوى د ځپلو لپاره له هوايي ځواکه کار اخيسته.

تر دې پېښې څو شېبې وړاندې، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د اختر له لمانځه وروسته، د اختر مبارکۍ په مناسبت خبرې کولې، همدا مهال د ارګ په شاوخوا سيمو هم څو راکټونه وتوغول شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.