ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ ته نږدې څو راکټونه وتوغول شول

ارګ ته نږدې څو راکټونه وتوغول شول

author avatar
21 Aug 2018 - 09:34
ارګ ته نږدې څو راکټونه وتوغول شول
author avatar
21 Aug 2018 - 09:34

کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٧): په کابل ښار کې ارګ ته نږدې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته څو پرله پسې راکټونه توغول شوي دي.

د کابل ١٠١ اسمايي زون قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار څه باندې ٩ بجې د دوهمې حوزې اړوند اماني لېسې ته څېرمه يو راکټ توغول شوى دى.

ده زياته کړه، دا پېښه تلفات نه لري، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خو د پېښې ځاى ته نږدې عيني شاهدان وايي چې په ياده سيمه کې ټول ٧ راکټونه توغول شوي دي.

دغه راکټونه د سهار کابو نهو بجې هغه مهال چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوى اختر تر لمانځه وروسته په خبري کنفرانس کې خبرې کولې او د اختر مبارکي يې ويله، وتوغول شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.