ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: څوک چې جګړې ته ادامه ورکوي، د پرديو په خدمت کې دي

حکمتيار: څوک چې جګړې ته ادامه ورکوي، د پرديو په خدمت کې دي

author avatar
21 Aug 2018 - 16:56
حکمتيار: څوک چې جګړې ته ادامه ورکوي، د پرديو په خدمت کې دي
author avatar
21 Aug 2018 - 16:56

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٧): د حزب اسلامي مشر وايي، هر هغه ډله چې جګړې ته ادامه ورکوي او سوله نه مني، د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمنان دي.

نوموړي دغه خبرې، نن په کابل کې د اختر لمانځه په خطبه کې وکړې.

د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار وويل، افغانان سولې او خپلمنځي تفاهم ته ضرورت لري، له دې لارې کولاى شي چې جګړه پاى ته ورسوي، بهرنۍ لاسوهنې پرې کړي، د بهرنيو ځواکونو د پاتې هره پلمه پاى ته ورسوي او افغان ولس دا فرصت برابر کړي چې خپل برخليک په خپله وټاکي او د خپلې خوښې نظام او حکومت ولري.

هغه زياته کړه، څوک چې په جګړې ټينګار کوي، څوک چې د سولې په وړاندې خنډونه پيدا کوي، هغه له خپل ولس، دين او هېواد سره دښمني کوي، د پرديو په خدمت کوي دي او د هغوى د ګټو لپاره لګيا دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې له طالبانو سره درې مياشتنى اوربند کوي، خو په دې شرط چې طالبان يې ومني، مګر طالبانو په دې اړه نظر نه دى ورکړى او نه يې هم منلى دى.

د حکمتيار په وينا، په روانه جګړه کې قربانيان يواځې مظلوم افغانان دي، د دوى کورونه، ښارونه او جوماتونه ورانېږي؛ دا جګړه نه کوم افغان ته د توجيه وړ ده او نه هم کوم شريف او عقلمند انسان ته.

د حزب اسلامي مشر د کندوز او په دې وروستيو کې د غزني جنګونو ته په اشارې وويل چې د کندوز او غزني په څېر جنګونو ته نه کوم عقلي او نقلي دليل وړاندې کېداى شي او نه د ايمان خاوند هغه توجيه کولاى شي چې په ترڅ کې يې سلګونه اننسانان ووژل شي.

حکمتيار ټولو سياسي ډلو ته بلنه ورکړه چې له راتلونکو ټاکنو هېواد له بحران څخه د وتلو بهانه جوړه کړي او همدا انتخابات په شفاف ډول او له تقلب پاک ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.