ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت ۳۱ تنه تښتول شوي کارګران خوشې کړل

طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت ۳۱ تنه تښتول شوي کارګران خوشې کړل

author avatar
21 Aug 2018 - 14:23
طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت ۳۱ تنه تښتول شوي کارګران خوشې کړل
author avatar
21 Aug 2018 - 14:23

کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۷): وسله والو طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت ۳۱ تنه کارګران خوشې کړل چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې یې تښتولي وو.

دغه کسان چې د افغان صداقت په نوم د سړک جوړولو له یوه شرکت سره یې د سپين بولدک- ښوراوک پر سړک کار کاوه، شاوخوا دوې میاشتې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د یوه برید په ترڅ کې تښتول شوي وو.

طالبانو ټول ۴۴ تنه تښتولي وو چې ۱۳ یې څو اونۍ مخکې خوشې کړل او پاتې ۳۱ تنه یې نن د اختر په لومړۍ ورځ خوشې کړل.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول عزیر احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت پاتې ۳۱ کسان چې وسله والو له ځان سره ساتلي وو، خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان تېره شپه ناوخته په ښورواک ولسوالۍ کې سیمه ییزو مخورو ته سپارل شوي دي.

دی وايي، دغه کسان د قومي مشرانو او مخورو په منځګړتوب را خلاص شوي دي.

د ښوراوک ولسوال عبدالنافع هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د تښتول شوو کسانو له ډلې پاتې ۳۱ کسان خوشې شوي او اوس له سپین بولدک څخه کندهار ښار ته پر لاره دي.

د ده د معلوماتو له مخې، خوشې شوي کسان روغ رمټ دي او ډېر ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

ښوراوک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټن پر ډيورنډ کرښه پرته ده چې له سپین بولدک څخه تر همدې ولسوالۍ ۹۰ کیلومتره سړک خام دی او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

په دې وروستیو کې د دغه سړک د جوړولو چارې پیل شوې وې، خو وسله والو طالبانو یې مخه ډب کړه.

چارواکي وايي، وسله والو نه یواځې د اړوند شرکت ۴۳ کارګر وتښتول، بلکې ١٥ عرادې وسايط یې هم وسوځول او د شرکت د مسوول په وینا، دوی ته یې شاوخوا ۲ ميليونه ډالره زيان واړاوه.

د چارواکو په خبره، وسله والو طالبانو تښتول شوي کارګر د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته وړي وو او همالته ساتل کېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.