د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې تر ځمکې لاندې اوبه نږدې ۴۰ سلنه کمې شوې دي

پکتيا کې تر ځمکې لاندې اوبه نږدې ۴۰ سلنه کمې شوې دي

Aug 21, 2018 - 12:16

ګردېز (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٧): د پکتيا اوسېدونکي د اوبو کمېدو اندېښمن کړي او وايي چې نه يوازې د کرنې لپاره کافي اوبه نه لري، بلکې په ډېری سيمو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم وچې شوې دي.

دوی وايي چې سږ کال د ورښتونو د کموالي له امله د اوبو زېرمې ډېرې کمې شوې او له مسوولو ادارو غواړي چې د حل په برخه کې يې اقدامات وکړي.

د دغه ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په تېر کې يې شاوخوا لس جريبه ځمکې له شپږ خرواره زيات حاصل ورکاوه، خو سږ کال يې د اوبو د کموالي له امله څلورنيم خرواره غنم ترلاسه کړي دي.

دی وايي: ((موږ به مخکې چې کومه ځمکه کرله، زيات حاصلات به يې راته کول، خو سږ کال دا حاصلات نيمايي ته رالوېدلي؛ ځکه چې وچکالي زياته ده. له يوې خوا بې روزګاري شي او له بلې خوا اوبه وچې شي، نو د خلکو ژوند نور هم له مشکلاتو سره مخ کېږي.))

دغه راز د مرکز ګردېز اوسېدونکی عزت الله همدرد وايي چې په کلي کې يې د شاوخوا اووه کورونو د څښلو د اوبو څاګانې وچې شوې دي.

نوموړی له خلکو غواړي چې د اوبو په کارولو کې له احتياطه کار واخلي او زياتوي: ((اوبه ډېرې کمې شوې او لا هم د کمېدو په حال کې دي، هغه خلک چې مخکې به يې زياتې اوبه استعمالولې، بايد د اوبو مصرف کم کړي او هغه خلک په نظر کې ونيسي چې څاګان يې وچې شوې دي.))

همدارنګه رسول خان چې د څاه کيندلو د برمو شرکت لري، وايي چې ډېر خلک ورته په کورونو کې د څاګانو وچېدو له امله د نوې څاه د کيندنې لپاره ورځي، خو د ډېرو څاګانو وچېدو له امله مجبور دي چې د نوبت ور رسېدو لپاره دوه، درې اوونۍ انتظار وکړي.

هغه وويل: ((مخکې به چې تقريباً په شل متره کې اوبه وې، هغه اوس دېرش او پنځه دېرش مترو ته ښکته شوې دي. د وچکالۍ له امله کار دومره زيات شوی چې په ورځ کې لس، دوولس کسان موږ ته زنګونه کوي چې برمه غواړو؛ خو موږ اووه، اته برمې لرو، هېڅ نه دي خلاصې چې خلکو ته رسېدګي وکړو.))

بل لور ته د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو رييس وليد احمد تسل د اوبو کمېدو ستونزه جدي بولي او وايي چې د دې ستونزې له امله يې د کرنې په نږدې ټولو برخو زيات منفي اغېز کړی دی.

تسل پژواک ته وويل چې د اوبو کچه زياتې ښکته تللې او چې له امله يې ډېر خلک زيانمن شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تر ځمکې لاندې اوبه يا واټر ټېبل په مختلفو ساحاتو کې له ۲۵ تر ۴۰ سلنه ښکته شوې او نور هم ښکته تلونکې دي. موږ د دې لپاره په مزرعه کې د اوبو د مديريت په پروژو کار کوو؛ مثلاً د غنمو نوعيت ته په کتو فرق کوي، غنم له دوه واره نيولې تر پنځه ځلې پورې د غنمو خړوبول کفايت کوي، خو بعضې دوستان فکر کوي چې زياتې اوبه ورته ښې دي او د شولو په شان يې اوبه په کې ډنډ کړې وي، دا نه يوازې چې ګټه نه کوي، بلکې برعکس تاوان هم ورته کولی شي.))

په همدې اړه د پکتيا د چاپېريال ساتنې ادارې مشر يحيى غفورزی د اوبو د کمېدو لامل د کمو وروښتونو سربېره د لويو څاګانو کيندل هم بولي چې په خبره يې اوسمهال ډېرو خلکو لويې څاګانې کيندلې او د لمريزې برېښنا پر مټ زياتې اوبه را وباسي.

غفورزی د اوبو د ساتنې لپاره ونې او ځنګلونه مهم بولي چې په خبره يې د اوبو په زېرمه کولو او د وريځو په راګرځولو کې مهم رول لري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((بدبختانه په افغانستان، بالخصوص په پکتيا کې د شمسي شيشو چې د لمر نه چارجيږي او په واسطه يې اوبه را ايستل کېږي، دا د اوبو د کمښت ستونزه زياته شوې ده، که همداسې دوام وکړي، په اينده کې به له ډېرو مشکلاتو سره مخ شو.))

د يادونې ده چې د اوبو د کمېدو يا وچکالۍ له امله د هېواد د ځينو ولايتونو له اوسېدونکو او کروندګرو سره مرستې شوې، خو د پکتيا له بزګرانو سره تر اوسه په دې برخه کې کومه مرسته نه ده شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement