د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​سرپل کې جګړې ښځې او ماشومان خښتو وهلو ته اړ کړي

​سرپل کې جګړې ښځې او ماشومان خښتو وهلو ته اړ کړي

Aug 21, 2018 - 14:06

شبرغان (پژواک، ٣٠ زمری ٩٧): د سرپل ولایت د ځينو هغو کورنیو مېرمنې چې د جګړې او وچکالۍ له امله شبرغان ته راغلې، د بېوزلۍ او مجبوریت له امله خښتې وهي.

۴۵ کلنه هاجره هم له دې مېرمنو ده چې د یاد ولایت د سانچارک ولسوالۍ د تبیر په کلي کې یې د جګړې له امله خپل خاوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړې له خپلو اوو زامنو سره شبرغان ته راغلې، دلته له ستونزو ډک ژوند تېروي، د ژوند او کورنیو اړتیاو پوره کولو  لپاره یې درنو کارونو ته مخه کړې او خښتې وهي.

د خښتو وهل چې د دغه افغان مېرمنې لپاره د ورځني ژوند عادت جوړ شوی، په داسې حال کې چې خولې یې پر ځمکه لوېدلې وویل: ((ژوند مې د خوښې وړ نه دی، په دې خاطر چې زه یوازې پاتې نه شم دوه لوی زامن مې هم په دې برخه کې راسره مرسته کوي.))

ورځني ژوند او کلتور دغه افغان مېرمن مجبوره کړې چې د نارینه کارونه ترسره کړي، نوموړې وویل: ((د سختو ستونزو له امله مې دغه کار ته مخه کړې، له دې پرته چې سهار تر ماښامه کار وکړم او یوه مړۍ ډوډۍ لاسته راوړم بله لار نه لرم.))

نوموړې زیاته کړه، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په جګړه کې خاوند له لاسه ورکړی او هغه د ماشومانو او ځان د ساتنې په موخه شبرغان ته راغلې ده.

د هغه په خبره، د ماشومانو لوږې او ځور کار ته مجبوره کړې څو شپه او ورځ خښتې ووهي.

یادې مېرمنې وویل: ((هره ورځ ۴۰۰ قالبه خښتې وهي او د ماشومانو له کار سره یو ځای هره ورځ زر قالبه خښتې وهل کېږي او له دې لارې ۵۰۰ افغانۍ پیدا کوي.))

دغه مېرمن له خپلو زامنو سره یو ځای د شبرغان ښار د چهلمرد کلي په یوه چهار دېواله کې ژوند کوي چې د خامو خښتو په وسیله جوره شوې ده.

بلې مېرمنې زرپېکۍ چې د یو بزګر په کورنۍ پورې تړاو لري وویل: ((د خاوند کسب مې بزګري ده، موږ د سرپل له صیاد ولسوالۍ څخه دلته (شبرغان) ته راغلي یو.))

نوموړي زیاته کړه، جګړې او وچکالۍ یې ژوند ګواښه او مجبور شول چې خپل کور پرېږدي.

د هغه په خبره، په هغه ځای کې چې خښتې وهي یوازې اوړی کار کېږي؛ ځکه د ژمي له را رسېدو وروسته د ورښت له وجې کار نه شي کولای.

هغې زیاته کړه: ((نه پوهېږم چې ژمی به زموږ برخلیک څنګه وي، ځيني وخت مې دا تشویش خوروي؛ ځکه د مرستې لپاره هېڅوک نه لرو.))

د دغو مېرمنو تر څنګ یو شمېر  کم عمره ماشومان هم پر درنو کارونو بوخت دي چې د بېوزلۍ له امله خښتې وهي.

د صیاد ولسوالۍ کم عمره اوسېدونکي سیف الدین چې له خپلې کورنۍ سره شبرغان ته راغلی وویل: ((مکتب مې پرېښود، اوس له مجبوریت او کورنۍ سره د مرستې لپاره کار کوم او خښتې وهم.))

نوموړي وویل، هره ورځ د درنو کارونو په ترسره کولو ۴۰۰ افغانۍ پیدا کوي او کورنۍ ته یې د لګښت پوره کولو لپاره ورکوي.))

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکي تاج محمد وویل، ډېر خلک د جګړې او بېکارۍ له امله د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره په درنو کارونو لګیا دي.

نوموړی چې د لسو کسانو لرونکې کورنۍ سرپرست دی ووايي: ((زه او کورنۍ مې هره اوونۍ له دوه تر درې زره افغانیو کار کوو او ترلاسه شوې پیسې د ورځني ژوند پر اړتیاوو مصرفوو.))

هغه زیاته کړه: ((جګړې او بېکارۍ تر شبرغانه را ورسولو، او اوس د خپل ځان او ماشومانو لپاره باید کار وکړم او له خښتو وهلو بل ښه کار نه لرو.))

د چهلمرد کلي د خښتې پخولو خښتن امان زرګر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې شاوخوا ۳۰ کورنۍ چې د سرپل اوسېدونکې دي کار کوي.

هغه زیاته کړه: ((دا کورنۍ هر کال د ورښت تر موسم وروسته ما ته راځي چې د کار کولو زمینه ورته برابره کړم، زه په ژمي کې د دوی د اړتیا په وخت قرض ورکوم او اوړۍ یې د خښتې وهلې وروسته قرض راکوي.))

د هغه په خبره، ټولې هغه کورنۍ چې جګړې او وچکالۍ زیانمنې کړې دي، دلته کار کوي او هره ورځ د کار په بدل کې له زرو تر دوه زرو افغانۍ مزدوري ترلاسه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement