ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

د زرنج اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

author avatar
22 Aug 2018 - 16:45
د زرنج اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
author avatar
22 Aug 2018 - 16:45

 

زرنج (پژواک، ۳۱ زمری ٩٧): د نیمروز اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په دغه ولایت کې د اوبو رسونې شبکې پر جوړېدو ۲۱،۵ ميلیون ډالر لګښت شوی؛ خو اوس هم د زرنج ۳۵ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري.

دوی وايي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دې ته په کتو چې په زرنج ښار کې له څو کلو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو کمښت جدي ستونزه جوړه کړې وه، په ۱۳۹۱ کال د څښاک لپاره پاکو اوبو ته د نیروز د اوسېدونکو د لاسرسي په خاطر د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته امر وکړ چې د دغه ولایت په چهار برک ولسوالۍ کې د ((قلعه فتح الله د اوبو رسونې پر پروژې)) کار وکړي.

د زرنج دغو اوسېدونکو د اندېښنې په څرګندولو وویل، په یاده پروژه د مېلیونونه ډالرو پر لګښت سربېره دغه پروژه ناکامه وه او اوس د زرنج له هرو درېیو اوسېدونکو یو تن د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

همدا اوس د زرنج ښار ځینو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه د ټانکرونو په وسیله انتقالېږي چې غیر صحي دي.

د زرنج اوسېدونکي غلام سخي پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او مېترونو د نصب په خاطر یې له شپږ زرو ډېرې افغانۍ لګښت کړی؛ خو تر اوسه یې د دغې پروژې له یو څاڅکي اوبو څخه استفاده نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه، څو ځله د یادې ستونزې په خاطر د اوبو رسولو ریاست ته تللی؛ خو هغوى یې په ځواب کې ویلي چې د اوبو د ټيټ فشار له امله نه شي کولای د پروژې ټولو ګډونوالو ته اوبه ورسوي.

دغه راز د زرنج ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي عبدالحمید وویل، په دغه ښار کې د اوبو رسولو پروژه یوه ناکامه پروژه وه، چې له پای ته رسېدو وروسته یې تر اوسه هم د ځينو سیمو په نلونو کې اوبه جريان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ یو، د یو ملګري په سپارښتنه مې واټرپمپ واخیست چې له لرې فاصلې څخه اوبه راکش کړي؛ خو نتیجه یې ورنه کړه او اوس هم د اوبو د کمښت ستونزه لرو.))

د زرنج ښار د لومړی ناحیې اوسېدونکي ادریس وویل، د اوبو د ټيټ فشار او اوبو رسولو د پروژې د عمومي نل د نه معیاريتوب له امله یې یو نیم انچ نل نصب کړی او تر یوې اندازې یې ستونزه حل شوې ده.

په همدې حال کې د نیمروز د ولایتي شورا غړي ګل احمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فتح کلا د اوبو رسونې پروژه له زرنج ښار څخه د شاوخوا ۴۵ کیلو متره واټن او ناسم کار له امله بریالۍ نه وه او له هغې سیمې انتقالېدونکې اوبه د زرنج د اوسېدونکو اړتیا نه شي پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه، له شپږو ژورو څاګانو هره ورځ د واټرپمپ د خرابېدو له امله دوه څاګانې غیر فعاله وي او دغه څاګانې په ورځ کې د ۱۲ ساعته اوبو د ورکولو توان نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.