کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٧): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان حکومت تل هندوباورانو ته پاملرنه کړې او ورڅخه ملاتړ کوي.
د ولسمشر د وياندوى دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې په ارګ کې له یو شمېر هندوباوره او سیکهـ وطنوالو سره په کتنه کې وکړې.
سرچينه ليکي چې ولسمشر ټولو ته د لوی اخترمبارکي وويله او یو ځل بیا یې "د ننګرهار د تروریستي پېښې" له امله چې یو شمېر هندوباوره او سیکهانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، تسلیت ووایه او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ليدنه کې سرپال سنګهـ او اندرسنګهـ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، ولسمشر ته یې د لوی اختر مبارکي ورکړه او له هندوباورانو او سیکهانو څخه د ولسمشر له ملاتړ او پاملرنې يې مننه وکړه.
د روان کال د چنګاښ مياشتى په لسمه د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په يو ځانمرګي بريد کې د ١٧ هندوباوره او سیکهانو په ګډون ١٩ تنه ووژل شول او تر شلو ډېر ټپيان شول.
د راپورونو له مخې، دغه بريد په داسې حال کې وشو چې ياد کسان د ولايت مقام ته له ولسمشر سره د ليدو لپاره روان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن