کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٧): اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسمشر له خوا له طالبانو سره د مشروط اوربند د اعلان ملاتړ کوي او د سيمې له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان خپلواکۍ د ٩٩يمې کليزې په ورځ له طالبانو سره په مشروط ډول درې مياشتنى (له عرفې نه د ميلادالنبى ص تر ورځې) اوربند اعلان کړ، خو ويې ويل چې دغه اوربند په هغه صورت کې پلى کېږي چې طالبان هم اوربند اعلان کړي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.
اروپايي ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ولسمشر غني دغه اقدام ستايلى او ويلي يې دي چې دغه هڅه په افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته د پاى ورکولو لپاره ښه فرصت کېداى شي.
سرچينه په تېر اختر کې د دولت او طالبانو ترمنځ اوربند ته په اشاره وايي چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له خوا د بنديانو خوشي کول هم په دې برخه کې مهم ګام دى.
طالبانو او دولت دواړو ويلي چې د اختر په مناسبت به سلګونه بنديان خوشي کړي.
تر اوسه له دې ډلې يو شمېر خوشي شوي هم دي.
اروپايي ټولنې ويلي، د هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې له مخې يې ښايي د امن افغانستان لپاره لاره هواره شي.
په خبرپاڼه کې له ټولو لوريو او مرسته کوونکو په ځانګړي ډول د سيمې له هېوادونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په هڅو کې خپله ونډه ادا کړي.
پاکستان، ايران او د امريکا متحده ايالتونو هم د ولسمشر غني له خوا د ياد مشروط اوربند ملاتړ کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن