د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د زرنج اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

د زرنج اوسېدونکي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي

Aug 22, 2018 - 16:45

 

زرنج (پژواک، ۳۱ زمری ٩٧): د نیمروز اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په دغه ولایت کې د اوبو رسونې شبکې پر جوړېدو ۲۱،۵ ميلیون ډالر لګښت شوی؛ خو اوس هم د زرنج ۳۵ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري.

دوی وايي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دې ته په کتو چې په زرنج ښار کې له څو کلو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو کمښت جدي ستونزه جوړه کړې وه، په ۱۳۹۱ کال د څښاک لپاره پاکو اوبو ته د نیروز د اوسېدونکو د لاسرسي په خاطر د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته امر وکړ چې د دغه ولایت په چهار برک ولسوالۍ کې د ((قلعه فتح الله د اوبو رسونې پر پروژې)) کار وکړي.

د زرنج دغو اوسېدونکو د اندېښنې په څرګندولو وویل، په یاده پروژه د مېلیونونه ډالرو پر لګښت سربېره دغه پروژه ناکامه وه او اوس د زرنج له هرو درېیو اوسېدونکو یو تن د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

همدا اوس د زرنج ښار ځینو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه د ټانکرونو په وسیله انتقالېږي چې غیر صحي دي.

د زرنج اوسېدونکي غلام سخي پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او مېترونو د نصب په خاطر یې له شپږ زرو ډېرې افغانۍ لګښت کړی؛ خو تر اوسه یې د دغې پروژې له یو څاڅکي اوبو څخه استفاده نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه، څو ځله د یادې ستونزې په خاطر د اوبو رسولو ریاست ته تللی؛ خو هغوى یې په ځواب کې ویلي چې د اوبو د ټيټ فشار له امله نه شي کولای د پروژې ټولو ګډونوالو ته اوبه ورسوي.

دغه راز د زرنج ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي عبدالحمید وویل، په دغه ښار کې د اوبو رسولو پروژه یوه ناکامه پروژه وه، چې له پای ته رسېدو وروسته یې تر اوسه هم د ځينو سیمو په نلونو کې اوبه جريان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ یو، د یو ملګري په سپارښتنه مې واټرپمپ واخیست چې له لرې فاصلې څخه اوبه راکش کړي؛ خو نتیجه یې ورنه کړه او اوس هم د اوبو د کمښت ستونزه لرو.))

د زرنج ښار د لومړی ناحیې اوسېدونکي ادریس وویل، د اوبو د ټيټ فشار او اوبو رسولو د پروژې د عمومي نل د نه معیاريتوب له امله یې یو نیم انچ نل نصب کړی او تر یوې اندازې یې ستونزه حل شوې ده.

په همدې حال کې د نیمروز د ولایتي شورا غړي ګل احمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فتح کلا د اوبو رسونې پروژه له زرنج ښار څخه د شاوخوا ۴۵ کیلو متره واټن او ناسم کار له امله بریالۍ نه وه او له هغې سیمې انتقالېدونکې اوبه د زرنج د اوسېدونکو اړتیا نه شي پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه، له شپږو ژورو څاګانو هره ورځ د واټرپمپ د خرابېدو له امله دوه څاګانې غیر فعاله وي او دغه څاګانې په ورځ کې د ۱۲ ساعته اوبو د ورکولو توان نه لري.

د نیمروز د اوبو رسولو د ادارې رییس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې شبکې له لومړیو ستونزې درلودې؛ ځکه د دغې پروژې ډيزاین او سروې تر ځمکې لاندې اوبو په اړه له څېړنې او مطالعې پرته د تازه او ځوانو انجنیرانو له لوري ترسره شوې ده.

د هغه په خبره، انجنیرانو په دغې پروژه کې د ۱۳ ژورو څاګانو کېندل د ۲۰۰ زرو کسانو لپاره کافي ګڼل؛ په داسې حال کې چې د دغه ښار نفوس نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، د انجنیرانو ټيم د پروژې د کار د چټکتیا لپاره پروژه په دوو برخو چې په یوه برخه کې د څاګانو کېندل او په بله برخه کې یې نلدوانۍ موجوده وه، ووېشله؛ خو د پروژې دواړه قراردادیان په پروژه کې ناکام و.

د هغه په خبره، په لومړۍ مرحله کې اووه څاګانې، د ۱۲۰۰ متر مکعب ظرفیت لرونکې دوې د اوبو زېرمې او تر زرنج ښاره د ۴۵ کیلو متره په واټن د نل لېږد شامل و؛ خو قراردادي شرکت یواځې ۶ څاګانې وکېندلې.

د نیمروز د اوبو رسولو د ادارې رییس وايي، شپږ څاګانې يواځې د شاوخوا ۵۰ زرو کسانو اړتياوې پوره کولاى شي.

نوموړي زیاته کړه، په دویم مرحله کې د ښاري شبکې جوړېدل او د پروژې ګډونوالو ته د نل لېږدول شامل و، خو قراردادي شرکت یې په چارو کې ناکام پاتې شوی دی.

هغه زیاته کړه، د ۲۷ متره لوړه ۵۰۰ مترمکعبه لرونکې د اوبو د زېرمې جوړول د دغه قرارداد په دویمه مرحله کې شامل و.

خو د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس انجینر فرید احمد د دغو څرکندونو د ردول تر څنګ وویل، یاده پروژه یو کال مخکې په ډېر مناسب ډول د اوبو رسولو ریاست ته وسپارل شوه او هېڅ ستونزه یې نه درلودله. 

هغه وویل: ((زموږ انجنیران د ښار بېلا بېلو برخه ته لاړل او د شبکې د ننه یې د اوبو جریان او فشار کنټرول کړ، هر څه سم و او اوبه په نورمال ډول انتقالېدلې.))

د هغه په خبره، د نیمروز د اوبو رسولو په ریاست کې د مديریت او کافي کارکوونکو نه شتون د دې لامل شو چې دغه پروژه له ستونزو سره مخامخ شي.

عظیم روښانه کړه، د قراردادي شرکت شاوخوا ۸۰۰ زره ډالر د یو کال ضمانت لپاره له دولت سره ساتلي دي، د ستونزې د را پیدا کېدو پر مهال کولای شو له هغه څخه استفاده وشي.

د هرات ولایت چارواکي وايي، د دغې ستونزې د حل او یادې پروژې د ارزونې د څرنګوالي لپاره له مرکز څخه نیمروز ته یو تخنیکي ټيم راغلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement