ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانون ته لاسرسي ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې کړي

قانون ته لاسرسي ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې کړي

author avatar
22 Aug 2018 - 16:50
قانون ته لاسرسي ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې کړي
author avatar
22 Aug 2018 - 16:50

جلال اباد (پژواک ۳۱  زمری ۹۷): د ننګرهار د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې راکمې شوې دي.

دوی قانون ته لاسرسی او د عامه پوهاوي کچې لوړوالی هغه څه په ګوته کوي چې له امله یې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه کمه شوې ده.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې سلسلې رښتيانۍ پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وويل چې روان لمريز کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوازې ۷۵ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې زياتوي، تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه وه او ۱۵۰ قضیې ثبت شوې وې.

د ښځو چارو رييسه وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې بېلابېل ډولونه شامل دي، خو تر ټولو لوړ هغه يې کورنی تاوتريخوالی دی چې له امله يې مېرمنې پر وهلو ټکولو سربېره د قتل تر بريده هم رسېدلې دي.

مېرمن رښتيانۍ وايي، قانون ته د خلکو لاسرسی او د عامه پوهاوي کچې لوړوالي دې ته زمينه برابره کړې چې مېرمنې خپلې ستونزې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړي او دلته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه شي.

د هغې په وينا، د حج او اوقافو رياست په همکارۍ يې د ديني عالمانو په واسطه د منبرونو له لارې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن ذاکره وايي چې په دې وروستيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه د راډيو ګانو او جوماتونو له لارې مهم معلومات ترلاسه کوي.

هغې زياته کړه چې پخوا دوى په دې اړه هېڅ معلومات نه درلودل او خپل حقوق يې هم نه پېژندل.

په ورته وخت کې ديني عالمان په اسلام کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی منع شوی ګڼي او وايي، د اسلام ستر پيغمبر هغه شخص تر ټولو غوره ګڼلی چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلند وکړي.

ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي په دې اړه پژواک ته وويل: ((په اسلام کې په هېڅ انسان زور زياتی نشته، حتی له يو دهري سره هم بې له کوم ضرره، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي، تاسو کې غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره نېک چلند وکړي.))

د چارو کارپوهان پر دې باور دي چې په افغانستان کې ناپوهي او معلوماتو ته نه لاسرسی د دې سبب شوی چې په کلونو کلونو دغه هېواد کې ښځې او ماشومان تر تاوتريخوالي لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.