د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزارشريف کې د سړک غاړې سوالګر ډېر شوي

مزارشريف کې د سړک غاړې سوالګر ډېر شوي

Aug 22, 2018 - 16:57

مزارشريف (پژواک،۳۱ زمری ۹۷): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې په مزارشريف ښار کې د سړک غاړې سوالګرو شمېر ډېر شوی چې له امله يې خلکو ته د روحي تکليف تر څنګ يو لړ ټولنيزې ستونزې هم پيدا کړې دي.

د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي هم د سوالګرو د شمېر پر زياتېدو اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې دغو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

له دې سره سوالګر وايي چې له مجبوري ورځې خيرات ټولوي.

مزارشريف د شاوخوا ۲ ميليونه نفوس درلودونکی ښار دی چې ډېری خلک يې د هېواد د نورو څنډو په څېر له بېکارۍ ځورېږي.

په دې وروستيو کې په دغه ښار کې د سړک غاړې د سوالګرو شمېر زيات شوی چې خلک يې له يو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

۶۰ کلن غلام رسول د مزارشريف ښار په زړه کې د حضرت علي روضې ختيځه دروازه کې په داسې حال کې د خيرات ټولولو په نيت ناست دی چې يو وړوکی دستمال يې هم مخکې غوړولی دی.

که څه هم نوموړی په اسانۍ خبرو کولو ته نه حاضرېده، خو بيا يې هم د خپل مجبور ژوند کيسه راسره شريکه کړه.

غلام رسول وويل چې له مجبورې ورځې د سړک پر سر ناست دی او له خلکو د خير غونښتنه کوي.

هغه پژواک ته وويل: ((په کور کې ۷ تنه نان خور لرم، مشر زوی مې ۲۰ کلن دی، خو د خدای ځار شم چې هغه هم عصبي تکليف لري، مېرمن مې په کورونو ګرځي او د خلکو جامې مينځي او نور اولادونه مې هم زما په څېر خير غواړي.))

نوموړي زياته کړه، له تېرو ۸ کلونو راهيسې په مزارشريف کې اوسېږي او خپل ژوند د خيرات په پيسو او خوړو چلوي.

غلام رسول سوړ اسوېلی و ایست او خپلې خبرې یې په دې ډول اوږدې کړې: ((پخوا ښه و، خلکو به کومک راسره کاوه، خو دې وختونو کې د ګدای ګرو تعداد بېخي زيات شوی؛ ځکه خو خلک هم راسره عادي شوي.))

نوموړي زياته کړه چې پخوا به يې کليو ته له ښاره نوي توکي وړل او هلته به يې د ګټې اخيستو پر سر زاړه توکو باندې بدلول او همدې باندې يې روزګار چلېده.

خو د هغه په خبره چې اوس يې عمر زيات شوی او نور يې د هغه کار وس نه درلود، نو ځکه سوالګرۍ ته کېناست.

هغه له شتمنو خلکو غواړي چې د دې په څېر اړمنو خلکو سره دې مرسته وکړي.

۵۵ کلنه خال بي بي بله سوالګره ده چې هره ورځ مزارشريف کې د حضرت علي روضې ته راځي او د ځان او د خپلې کورنۍ د نورو غړو د ژوندي پاتې کېدو په خاطر خيرات ټولوي.

هغې چې ځان يې په شنه چادرۍ کې پېچلی وو، په ژړغوني غږ يې پژواک ته وويل چې که خيرات ټول نه کړي، نو لمسيان يې له لوږې مري.

نوموړې زياته کړه چې اصلاً د فارياب اوسېدونکې ده، خو هلته په جګړه کې د ځوان زوی له وژل کېدو وروسته دوی مزارشريف ته راکډه شول.

خال بي بي زياتوي چې دمګړۍ په کرايي کور کې اوسېږي او د وژل شوي زوی څلور صغيران يې دې ته ور له غاړې دي.

هغې پژواک ته وويل: ((خاوند مې په پښو معيوب دی، درې کاله کېږي چې هېڅ کار نه شي کولای، د زوی له وژل کېدو وروسته مې نګور بل واده وکړ او واړه ماشومان يې موږ ته پاتې شول، اوس بايد خيرات ټول کړم، چې ژوندي پاتې شو.))

له دې سره د مزارشريف اوسېدونکي بيا وايي چې په ښار کې د سړک غاړې د سوالګرو زياتېدل د خلکو د روحي تکليف لامل شوی.

د مزارشريف اوسېدونکي احمد جميل پژواک ته وويل چې په وروستيو کلونو کې په ښار کې د سوالګرو شمېر څو برابره زيات شوی.

هغه زياتوي چې ډېری وخت د ګرمۍ په موسم کې د سوالګرو داسې بد حالت په سترګو ويني چې ورسره يې روح نا ارامېږي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېر سوالګر له مجبورۍ په دې سوځوونکې ګرمۍ کې د سړک پر غاړه ناست وي، حتی ځينو خو يې ماشومان هم په ګرمه ځمکه څملولي وي او خيرات غواړي، د دغه وضعيت په ليدو شخصاً زما زړه خوږېږي او د دغو سوالګرو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.))

هغه له شتمنو خلکو غواړي چې د خپلو شتمنيو زکات او صدقه همدغو مستحقو کسانو ته ورکړي.

د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي بيا په مزارشريف ښار کې د سوالګرو ډېرېدو تر ټولو لوی دليل بېکاري بولي.

د دې شورا يوه غړي محمد صالح مرادي پژواک ته وويل چې د بېکارۍ له امله فقر زيات شوی او د همدې فقر له امله ځيني خلک سوال کولو ته اړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې دولت بايد هغه سوالګر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي چې ځوانان دي او کاري وړتياوې ولري.

هغه وايي: ((ځيني ځوانان هم شته چې ډېر وخت په چوک کې د کار لپاره درېږي، خو چا کار نه دی ورکړی، نو اخر مجبور شوي چې خيرات ټول کړي، زما په نظر که دولت دغو خلکو ته د يوه کسب ور زده کولو زمينه برابره کړي او يا هم کاري فرصتونه ورته برابر کړي، نو له دې سره به د سوالګرو شمېر کې کموالی راشي.))

مرادي همدا راز وويل چې د سوالګرو په زياتېدو سره خلکو ته ټولنيزې ستونزې هم پيدا شوې دي.

د بلخ ولايتي شورا د دغه وکيل په خبره، ځيني وخت دغه سوالګر له ډېرې مجبورۍ له دوکانونو غلا هم کوي چې خلکو ته يې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د هغه په وينا، نږدې د ښار په هره کوڅه کې به يو سوالګر وي چې سوال کوي او خيرات ټولوي.

نوموړی زياتوي چې حکومت بايد د لويو ښارونو د امنيت تر څنګ د يادو ښارونو ټولنيز وضعيت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه مزارشريف ښار کې د سوالګرو زياتېدو ته په اشارې وايي چې که دولت د دې ستونزې حل لپاره ګام پورته نه کړي، نو دا خپله پر يوه لويه ټولنيزه ستونزې بدلېږي.

دغه موضوع مو په بلخ کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو له رياست سره شريکه کړه.

د دې ادارې د کارموندنې څانګې مسوول محمد رسول ياردم پژواک ته وويل چې به مزارشريف کې د سوالګرو شمېر زياتوالی يوه لويه ستونزه ده.

نوموړی که څه هم کره شمېره نه لري خو زياتوي چې د دوی د سروې ګانو له مخې، به مزار ښار کې د سوالګرو شمېر څو چنده زيات شوی دی.

هغه زياتوي چې د يادو سوالګرو د مخنيوي لپاره بودجه او برنامه نه لري چې له مخې يې د سوالګرو شمېر کې کموالی راشي.

ياردم وايي چې دوی يواځې له هغو خلکو سره د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته کولای شي چې د کار تقاضا ولري او تر څنګ يې يو کسب هم زده وي.

هغه زياته کړه: (( بدبختانه ډېری سوالګر د کار له اصولو سره برابر نه دي؛ دوی هېڅ ډول کسب او هنر نلري، چې له مخې يې پر کار وګمارل شي.))

نوموړی وايي چې د دوی اداره د فني او حرفوي زده کړو بېلابېل پروګرامونه لري چې له مخې يې بېسواده ځوانانو ته د حرفو زده کولو زده کړې ورکول کېږي.

خو د هغه په وينا، هغه مهال مستحق کسان په دغو برخو کې جذبېږي چې خپله يې تقاضا ولري.

ياردم زياتوي چې ډېری سوالګر له دغسې پروګرامونو سره علاقه نه لري او دوی نه شي کولی چې په زوره هغوی له سوال کولو څخه منع کړي.

د بلخ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مسوولين دا هم وايي چې سوال کول او خير غوښتل د يو شمېر کسانو عادت ګرځېدلی چې د دوی له خوا په ترسره شوو سروې ګانو کې ډېر داسې موارد موندل شوي هم دي.

له دې ټولو سره د مزار ښاريان وايي چې ډېر شمېر دغه سوالګرو له مجبوريت او نادارۍ خيرات غوښتلو ته مخه کړې او زياتوي چې حکومت، خيريه موسسې او شتمن کسان بايد ورسره مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement