ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د سړک غاړې سوالګر ډېر شوي

مزارشريف کې د سړک غاړې سوالګر ډېر شوي

author avatar
22 Aug 2018 - 16:57
مزارشريف کې د سړک غاړې سوالګر ډېر شوي
author avatar
22 Aug 2018 - 16:57

مزارشريف (پژواک،۳۱ زمری ۹۷): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې په مزارشريف ښار کې د سړک غاړې سوالګرو شمېر ډېر شوی چې له امله يې خلکو ته د روحي تکليف تر څنګ يو لړ ټولنيزې ستونزې هم پيدا کړې دي.

د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي هم د سوالګرو د شمېر پر زياتېدو اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې دغو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

له دې سره سوالګر وايي چې له مجبوري ورځې خيرات ټولوي.

مزارشريف د شاوخوا ۲ ميليونه نفوس درلودونکی ښار دی چې ډېری خلک يې د هېواد د نورو څنډو په څېر له بېکارۍ ځورېږي.

په دې وروستيو کې په دغه ښار کې د سړک غاړې د سوالګرو شمېر زيات شوی چې خلک يې له يو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

۶۰ کلن غلام رسول د مزارشريف ښار په زړه کې د حضرت علي روضې ختيځه دروازه کې په داسې حال کې د خيرات ټولولو په نيت ناست دی چې يو وړوکی دستمال يې هم مخکې غوړولی دی.

که څه هم نوموړی په اسانۍ خبرو کولو ته نه حاضرېده، خو بيا يې هم د خپل مجبور ژوند کيسه راسره شريکه کړه.

غلام رسول وويل چې له مجبورې ورځې د سړک پر سر ناست دی او له خلکو د خير غونښتنه کوي.

هغه پژواک ته وويل: ((په کور کې ۷ تنه نان خور لرم، مشر زوی مې ۲۰ کلن دی، خو د خدای ځار شم چې هغه هم عصبي تکليف لري، مېرمن مې په کورونو ګرځي او د خلکو جامې مينځي او نور اولادونه مې هم زما په څېر خير غواړي.))

نوموړي زياته کړه، له تېرو ۸ کلونو راهيسې په مزارشريف کې اوسېږي او خپل ژوند د خيرات په پيسو او خوړو چلوي.

غلام رسول سوړ اسوېلی و ایست او خپلې خبرې یې په دې ډول اوږدې کړې: ((پخوا ښه و، خلکو به کومک راسره کاوه، خو دې وختونو کې د ګدای ګرو تعداد بېخي زيات شوی؛ ځکه خو خلک هم راسره عادي شوي.))

نوموړي زياته کړه چې پخوا به يې کليو ته له ښاره نوي توکي وړل او هلته به يې د ګټې اخيستو پر سر زاړه توکو باندې بدلول او همدې باندې يې روزګار چلېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.