کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۷): ولسمشر غني وايي، په کابل کې د پرون ورځې د هاوانونو توغېدو پېښه به بې تفاوته پرې نه ښودل شي او زیاتوي چې د امنیتي او دفاعي سکتور په ټولو برخو کې باید حساب ورکونه شتون ولري.
د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرکندونې تېر ماښام د کابل ښار په امنیتي ناسته کې چې په ارګ جوړه شوې وه، وکړې.
تېره ورځ د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه سرای کې ځيني بریدګر ځای پر ځای شوي وو او له هغه ځایه یې د دغه ښار پر بېلابېلو برخو د هاوان او راکټ بریدونه کول.
چارواکو ویلي، دغه برید د دوو بریدګرو پر وژل کېدو او شپږو ملکي او نظامي کسانو پر ټپي کېدو پای ته ورسېد.
د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکتور چاروکو د کابل ښار امنیتي جلسه کې د پروني برید او پر وړاندې یې د امنیتي ارګانونو د اقداماتو د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
سرچینه کاږي چې ولسمشر د دغه راپور تر اورېدو وروسته له ځانګړې قطعې او د هوايي ځواکونو له پیلوټانو چې د بریدګرو د ځپلو لپاره یې اقدام وکړ، مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې پېښې پر وړاندې به بې تفاوته پاتې نه شي او باید د امنیتي او دفاعي سکتور په ټولو برخو کې حساب ورکول شتون ولري.
ولسمشر څرګنده کړې چې خلک حساب ورکوونکی حکومت غواړي او حکومت باید د دې پېښې په اړه چې د خلکو د اندېښنې وړ ګرځېدلې، واضح او قناعت کوونکی ځواب ووايي.
دغه راز ولسمشر امنیتي او دفاعي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په کابل او ولایتونو کې دې د ښه امنیت لپاره امنیتي ترتیبات ونیسي څو له دې ډول پېښو مخنیوی وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن