ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې دترافیکي پيښې له امله دیوې کورنې لس غړي مړه شول

هلمند کې دترافیکي پيښې له امله دیوې کورنې لس غړي مړه شول

author avatar
23 Aug 2018 - 21:07
هلمند کې دترافیکي پيښې له امله دیوې کورنې لس غړي مړه شول
author avatar
23 Aug 2018 - 21:07

لښکرګاه (پژواک، د وږي لومړۍ نیټه، ۹۷) : په هلمند ولایت  کې  دترافیکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي مړه شوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې  نن له غرمې وروسته ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو يو فلډر موټر او د ملي اردو هاموې ټانک ترمنځ ټکر شوی و.

هغه زیاته کړه، په وژل شويو کسانو کې درې ميرمنې او څلور ماشومان هم  شامل دي او يو ماشوم ټپي شوی دی.

ځواک وایي، د دپيښې قربانیان د لښکرګاه اوسیدونکي وو او داسي ښکاري چې هرات تلل ، چې د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار کې د پیښې ښکار شول.

د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي داسي ښکاري چې په پيښه کې وژل شوي کسان د يوې کورنۍ دي. هغه په دې اړه څه ونه ويل چې ټکر څنګه رامنځته ته شوي او ملامت څوک و، خو زياته يې کړه، چې هاموې ټانک د ۲۱۵ ميوند قول اردو څلورمي لوا اړونده او قربانیان يې قول اردو ته هم دوی انتقال کړي دي. هغه د هاموې د چلوونکي د نيول کيدو په اړه معلومات نه درلودل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.