ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که د پوهنې وزارت مرسته وکړي، د کندهار بند ټول ښوونځي به پرانیستل شي”

author avatar
23 Aug 2018 - 14:04
author avatar
23 Aug 2018 - 14:04

کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۷): د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، که د پوهنې وزارت ورسره د تشکیل او خدماتو په برخه کې مرسته وکړي، په نوي ښوونیز کال کې د ټولو بندو ښوونځيو پرانیستو ته چمتووالی لري چې له کلونو راهیسې د نا امنیو او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.

کندهار د هېواد له ګرمسېرو ولایتونو دی چې ښوونیز کال په کې د راتلونکي وږي میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي.

په دغه ولایت کې له کلونو راهیسې د نا امنیو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ۱۵۳ ښوونځي تړل شوي وو چې ۵۰ یې په تېر ښوونیز کال کې پرانیستل شول او ۱۲۳ لا هم تړلي پاتې دي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وايي، دوی چمتو دي چې پاتې بند ښوونځي هم په نوي ښوونیز کال کې پرانیزي خو د پوهنې وزارت باید د ښوونکو د تشکیل او نورو خدماتو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري چې تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په تېر کال کې د ۵۰ بندو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۱۲۳ ته راټیټ شو.

دی وايي، د ټولو بندو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه یې د پوهنې له وزارت سره خبرې روانې دي او هڅه کوي دغلته ټول بند ښوونځي پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله په دې ولایت کې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

خو د ده په خبره په دې برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د ښوونکو د تشکیل کمښت، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او کتابونو نشتوالی دی.

پيوستون زیاته کړه، همدا اوس د کندهار د پوهنې ریاست د ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې پر دندو یې وګوماري، خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

نوموړی د پوهنې له وزارته غوښتنه کوي چې د تشکیل د کمښت او خدماتو ستونزه دې حل کړي څو کولای شی سږنی تعلیمي کال ټول بند ښوونځي پرانیستل شي.

پيوستون د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي یادونه هم وکړه او ویې ویل، د دغه ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په کندهار ښار کې هم ډېری زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي.

ده زیاته کړه: ((په کندهار کې د ۳۵۱ ښوونځيو له ډلې یوازې ۲۰۷ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې هیڅ ودانۍ نه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.