ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ایرلینډ ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

افغانستان ایرلینډ ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

author avatar
23 Aug 2018 - 11:12
افغانستان ایرلینډ ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه
author avatar
23 Aug 2018 - 11:12

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نیټه ۹۷) : افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره ددرېیو لوبو لړۍ وګټله.

د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو او درېیو یو ورځنیو نړیوالولوبو ترسره کولو په موخه ایرلینډ ته تللې ده.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه تېره شپه ترسره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري حضرت ځاځى یو ځل بیا ښه وځلېد او د ۷ شپږیزو پر مټ یې ۸۲ منډې جوړې کړې، اصغر ستانکزي ۳۷ او نجیب ځدراڼ ۲۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړای او ټوله لوبډله یې په ۷۹ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۸۱ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان ۴، مجیب ځدراڼ ۳، نبي، فرید ملک او افتاب یو یو لوبغاړي وسوځول.

په لومړي شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه، ددوو لوبو له ګټلو سره افغانستان ددرېیو لوبو لړۍ خپله کړه.

درېیمه لوبه سبا ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.