فیض اباد(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۷): د بدخشان پوهنتون دوه ساتونکي پوليس نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول.
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار درې بجې ددغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د پوهنتون دوه پوليس پر ډزو وژلي او يو ميل وسله يې ترې وړې ده .
هغه زياته کړه چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
د نوموړي په خبره چې دغه پوليس د پوهنتون په دروازه کې نوکريوال وو.
د بخشان پوهنتون د فيض اباد په شپږمه ناحيه کې موقعيت لري.
تراوسه ددغه بريد مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن