د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که د پوهنې وزارت مرسته وکړي، د کندهار بند ټول ښوونځي به پرانیستل شي"

"که د پوهنې وزارت مرسته وکړي، د کندهار بند ټول ښوونځي به پرانیستل شي"

Aug 23, 2018 - 14:04

کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۷): د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، که د پوهنې وزارت ورسره د تشکیل او خدماتو په برخه کې مرسته وکړي، په نوي ښوونیز کال کې د ټولو بندو ښوونځيو پرانیستو ته چمتووالی لري چې له کلونو راهیسې د نا امنیو او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.

کندهار د هېواد له ګرمسېرو ولایتونو دی چې ښوونیز کال په کې د راتلونکي وږي میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي.

په دغه ولایت کې له کلونو راهیسې د نا امنیو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ۱۵۳ ښوونځي تړل شوي وو چې ۵۰ یې په تېر ښوونیز کال کې پرانیستل شول او ۱۲۳ لا هم تړلي پاتې دي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وايي، دوی چمتو دي چې پاتې بند ښوونځي هم په نوي ښوونیز کال کې پرانیزي خو د پوهنې وزارت باید د ښوونکو د تشکیل او نورو خدماتو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري چې تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په تېر کال کې د ۵۰ بندو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۱۲۳ ته راټیټ شو.

دی وايي، د ټولو بندو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه یې د پوهنې له وزارت سره خبرې روانې دي او هڅه کوي دغلته ټول بند ښوونځي پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله په دې ولایت کې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

خو د ده په خبره په دې برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د ښوونکو د تشکیل کمښت، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او کتابونو نشتوالی دی.

پيوستون زیاته کړه، همدا اوس د کندهار د پوهنې ریاست د ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې پر دندو یې وګوماري، خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

نوموړی د پوهنې له وزارته غوښتنه کوي چې د تشکیل د کمښت او خدماتو ستونزه دې حل کړي څو کولای شی سږنی تعلیمي کال ټول بند ښوونځي پرانیستل شي.

پيوستون د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي یادونه هم وکړه او ویې ویل، د دغه ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په کندهار ښار کې هم ډېری زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي.

ده زیاته کړه: ((په کندهار کې د ۳۵۱ ښوونځيو له ډلې یوازې ۲۰۷ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې هیڅ ودانۍ نه لري.))

دی وايي، خو ډېرې شته ودانۍ هم په ښه حالت کې نه دي او ترمیم ته اړتیا لري.

هغه وویل، له ښه مرغه د پوهنې وزارت په مرسته د ښوونیز کال له پيله وړاندې د کندهار ښار او ولسوالیو د ۳۳ ښوونځيو د ودانیو د ترمیم چارې پيل شوې دي.

دی وايي، د ترمیم پر دغو چارو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښوونځیو د ودانیو د دروازو، کړکیو، دېوالونو او د اوبو سیستم جوړول او د ټولګيو رنګول په کې شامل دي.

د پوهنې رییس د تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه هم ډېره جدي وګڼله او ویې ویل تېر کال هم د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ وو.

دی وايي، که څه هم له لسم تر دوولسم ټولګیو د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه ځایه حل شوې خو د لومړنۍ او منځنۍ دورې د زده کوونکو لپاره لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي چې وزارت یې باید د پوه کولو لپاره اقدام وکړي.

خو ده یادونه وکړه چې د نوي ښوونیز کال تر پيلېدو مخکې يې د مرستندویه ادارو په همکارۍ د ۳۰ زره زده کوونکو لپاره قرطاسیه چمتو کړې ده.

پیوستون په تېر ښوونیز کال کې د د نوو شامل شوو زده کوونکو شمېر د نورو کلونو په پرتله پورته وباله او هیله یې وښوده چې سږ کال به هم ډېر نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شي.

تېر کال ۵۴ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي وو چې ۱۶زره یې نجونې وې.

د پوهنې رییس په کندهار کې د نجونو د زده کړو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، لا هم په دغه ولایت کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ستونزې شته.

ده وویل، هر کال زرګونه نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو په کال کې دوه یا درې سوه نجونې فارغېږي؛ ځکه ډېرې کورنۍ د چاپېریالي، کلتوري او نورو ستونزو له امله نه حاضرېږي چې پر خپلو لوڼو بشپړې زده کړې وکړي او په نیمايي کې یې له زده کړو راګرځوي.

هغه د دې ستونزې د حل په موخه له یو لړ اقداماتو خبر ورکړ او یادونه یې وکړه چې د نجونو ښوونځي یې د هلکانو له ښوونځیو بېل کړي، د نجونو په ښوونځیو کې یې یوازې ښځینه پرسونل پر دندو ګومارلی او دغه راز په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې له خلکو سره لیدلي او هڅولي دي چې پر خپلو لوڼو بشپړې زده کړې وکړي.

په اداري او خدماتي چارو کې د سمون او فساد د مخنیوي په موخه ده یادونه وکړه چې د والي په مشرۍ له متقاعدو ښوونکو یو علمي بورډ جوړ شوی چې دوی ته مشورې ورکوي.

دغه راز ده وویل چې د فساد د مخنیوي په موخه د کندهار د دوو ولسوالیو ارغنداب او دامان د ښوونکو معاشونه بانکي سیستم ته داخل شوي چې کرار کرا به دغه لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

خو د هغو ولسوالیو په اړه چې بانکونه په کې فعالیت نه لري، ده یادونه وکړه، تر هغه چې د ښوونکو اسناد د ولسوالانو له خوا لاسلیک او تثبیت شوي نه وي، معاشونه یې نه اجرا کېږي.

دغه راز د پوهنې رییس په نوي ښوونیز کال کې به د کندهار ښار په هېڅ ښوونځي کې له ۱۲ ټولګي فارغ کس ښوونکی نه وي، بلکې ټول به ليسانس وي.

ده میانشین، میوند، خاکرېز، شاولیکوټ او ځینې نورې هغه ولسوالۍ یادې کړې چې مسلکي ښوونکي په کې نشته او له ښاره څوک زړه نه ښه کوي هلته د دندې لپاره ولاړ شي.

د دې تر څنګ ده وویل چې د کندهار له ۱۷ ولسوالیو په درېیو غورک، ښوراوک او ريګستان کې هېڅ ښوونځي نشته.

دغه ولسوالۍ له کندهار ښاره لرې ده، امنیتي حالت یې ښه نه دی او مواصلاتي لارې یې هم جوړې نه دي.

په کندهار کې دا مهال شاوخوا درې سوه زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۷۹زره یې نجونې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement