ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا ځل د افغانستان د حج په قراردادونو کې ستونزې ډېرې وې

دا ځل د افغانستان د حج په قراردادونو کې ستونزې ډېرې وې

author avatar
24 Aug 2018 - 11:57
دا ځل د افغانستان د حج په قراردادونو کې ستونزې ډېرې وې
author avatar
24 Aug 2018 - 11:57

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٧) : پژواک اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې په کې د افغانستان د حج په قراردادونو کې ستونزې په ډاګه شوې چې له امله يې افغان حاجيان له مشکلاتو سره مخ شوي دي .

د نورو هېوادونو په څېر هرکال له افغانستان څخه هم شاوخوا ٣٠ زره افغانان د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي، د حج مناسک پرون خلاص شوي او ټاکل شوې ده چې هېواد ته د افغان حاجيانو د بېرته راتلو لړۍ سبا پيل شي.

په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج د بعثې سلاکار او د بعثې له حقوقي چارو څخه د څارنې د پلاوي مشر سيد نبي نبيل د زمري د مياشتې په ٢٣مه نېټه، د سعودي عربستان د سوېلي اسيا ادارې له مشر سره ليدلي او دافغان قراردادونو او نورو موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

دغه پلاوي چې په کې په جده کې د افغانستان د کونسل جنرال دوه لومړي سکرتران، درېيم سکرتر، په مکه کې د افغانستان د حج کونسل او په رياض کې د افغان سفارت درېيم سکرتر شامل وو، تر يادې ليدنې وروسته خپل راپور افغان سفارت ته وړاندې کړى دى.

پژواک خبري اژانس ددغه راپور يوه کاپي ترلاسه کړې چې په کې د افغانستان د حج پر  قراردادونو کلکې نيوکې شوې دي.

دغه قراردادونه د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د تدارکاتو د ملي کمېسيون  د ګډو پلاوو له خوا شوي دي.

په راپور کې يادونه شوې چې د سعودي د حج وزارت مرستيال انجنير عقاد د افغانستان د حج بعثې او دسعودي شرکتونو ترمنځ شوي قرارداونه د سعودي د حج وزارت له معيارونو سره خلاف بللي دي.

سرچينې دغه راز زياته کړې چې ځينو سعودي شرکتونو له افغان بعثې سره له شويو قراردادونو سرغړونې هم کړې دي.

د سعودي د سوېلي اسيا ادارې مشر دوکتور رافت له افغان پلاوي سره د ليدنې پر مهال مننه کړې چې دوى د خپلو حاجيانو د حقوقو لپاره له دوى سره ليدلي دي.

هغه زياته کړې چې دوى د درې ميليونه ريالو په لګښت سلاکاران نيولي، څو د حج له بعثو سره د قراردادونو په کولو کې وړيا همکارۍ وکړي، خو له بده مرغه  افغان لوري له دې وړيا همکارۍ څخه استفاده نه ده کړې.

دوکتور رافت ويلي : (( د افغانستان د بعثې قراردادونه بايد د (عقدالموحد لاستجارالعماير) وي، که چېرې داسې نه وي؛ نو دا قراردادونه د سعودي د حج وزارت له معيارونو سره برابر نه دى.))

هغه د سعودي شرکتونو د تخلف په اړه ويلي، که افغان پلاوى په دې اړه شکايت يا ثبوت لري، نو ژر دې مراجعه وکړي، شرکت اړ دى چې ١٥ سلنه جرمانه هم ورکړي او هغه دې بېرته پر حاجيانو ووېشل شي.

د سوېلي اسيا ادارې مشر ويلي، حاجيانو ته هغه مهال ښې اسانتياوې برابرېږي، چې د افغانستان د حج بعثه د عمارو او ودانيو په انتخاب کې له دقت څخه کار واخلي او ارزانه ودانيو پسې ونه ګرځي.

دوکتور رافت زياته کړې : (( زموږ څېړنو او ارزونو ښودلې چې د افغانستان د حج بعثې د ټولو اسلامي هېوادونو په پرتله په ټيټه او ارزانه بيه ودانۍ کرايه کړي، چې بايد داسې نه واى شوي  .))

د سوېلي اسيا ادارې دغه مشر ويلي چې نور اسلامي هېوادونه د هجري کال په لومړۍ ربع کې د حج قراردادونه ترسره کوي، خو د افغانستان د حج وزارت په وروستيو مياشتو کې په اضطراري حالت کې قراردادونه کړي چې له امله يې ستونزې پيدا شوې دي.

د يادې ادارې بل غړي انجنير ذکي حريري افغان پلاوي ته ويلي : (( څوک چې د ارزانه په لټه کې وي، نو تل به په زيان کې وي.))

دوکتور رافت داهم ويلي چې د ودانيو لپاره په وروستيو ورځو کې په داسې حال کې قراردادونه شوي، چې هلته خلک اوسېدل او کله چې افغان زايرين هلته رسېدلي بيا يې پر ايستلو لانجې پيدا شوې دي.

ده زياته کړې : (( زموږ له نظره د افغانستان د حج بعثې يو له سرغړونو څخه داده، چې د خپلو حاجيانو حقوق په خپله له منځه وړي. شتمن افغان حاجيانو، چارواکو او نورو مهمو کسانو ته په ښو ودانيو، حرم ته په نږدې سيمو کې ځاى ورکوي او د غريبو حاجيانو حقوق تلف کوي.))

د سوېلي اسيا دادارې مشر دغه راز ويلي چې تېر کال هم افغان بعثې د حاجيانو د انتقال لپاره د سعودي د ترانسپورټ د مرکزي ادارې له معيارونو خلاف قردادونه کړي وو او سږ کال يې هم کړي دي.

هغه يو ځل بيا ويلي چې په دغو برخو کې ددوى له وړيا مشورو څخه هېڅ ګټه نه ده اخيستل شوې.

دوکتور رافت داهم  ويلي چې د افغانستان د حج دبعثې له خوا د خوړو او څښاک قردادونه هم د سوېلي اسيا دادارې له معيارونو سره په تضاد کې شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې که د حج د مناسکو پر مهال افغان حاجيان مسموم شول، نو مسووليت به يې د افغان بعثې پر غاړه وي.

د هغه په وينا، ددوى د معيارونو له مخې، بايد د غذا لپاره ځانګړې مينو وي، حاجيانو ته د ډوډۍ تر وړلو مخکې بايد هغه په صحي توګه وارزول شي، خو دافغانستان د حاجيانو په خوړو کې دا معيارونه په نظر کې نه دي نيول شوي.

په راپور کې د سوېلي اسيا ادارې دا شکايت هم کړى چې پخوا افغان حاجيانو ته ٣٠ مکتبونه نيول کېدل، خو دا ځل ٢٩ نيول شوي چې له امله يې ١٠٠٠ حاجيان پر نورو مکتبونو وېشل شوي، چې له امله يې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده.

دوکتور رافت ويلي، د افغانستان بعثه ډېرې زياتې ستونزې لري چې بايد له منځه يې يوسي.

د يادونې ده چې د سعودي د سوېلي اسيا ادارې سره د افغان پلاوي دا ليدنه د حج او اختر څخه يوه اوونۍ مخکې شوې وه.

د افغانستان د حج وزارت د نشراتو رييس او وياند ناصر الدين دريز مني چې د حج پر مهال ځينې ستونزې وي، خو زياتوي چې دا ځل قردادونه يواځې د حج وزارت نه، بلکې د ملي تدارکاتو کمېسيون کړي وو.

هغه زياته کړه، د تدارکاتو کمېسيون د لومړي ځل لپاره قراردادونه کړي او په دغه برخه کې يې ډېرې تجربې نه لرلې، کېداى شي له همدې امله ځينې ستونزې وې.

نوموړي دا هم ومنله چې د قراردادونو لپاره پلاوى ناوخته سعودي ته تللى و، نو ځکه مناسبې ودانۍ به يې نه وي پيدا کړې.

دريز د غذا په اړه وويل، که چېرې افغانان په خپله د غذا پخولو او برابرولو پلان جوړ کړي، نو هم لګښت کمېږي او هم ښه خواړه برابرېږي.

په اروپايي هېواد بلجيم کې مېشت افغان شان پاچا شينواري چې د حج فريضې ادا کولو لپاره سعودي ته تللى، پژواک ته وويل، چې رښتيا هم افغان حاجيانو دا ځل د ودانيو او ټرانسپورټ په برخو کې ډېرې ستونزې لرلې.

هغه زياته کړه، چې عمارې او ودانۍ ډېرې لرې نيول شوي او پخپله ودانيو کې هم ستونزې ډېرې دي.

د بامیانو ولایت څخه جان محمد پژواک ته وویل چې سږ کال د افغاني حاجیانو ډوډۍ ډېره خرابه ده, د٣٠ زرو حاجیانو ‌ډو‌‌‌ډۍ یو ځای پخیږي او د حاجیانو د عمارو د لري والي له امله دوی د پخیدو څخه وروسته په دري څلورو ساعتونو کې وېشل کوي چې خپل کیفیت له لاسه ورکوي.
حاجي جان اقا چې له کابل ولایت څخه د حج د فریضي,ادا کولو لپاره تللی پژواک ته وویل ، دوی ته عمارې له حرم شریف څخه ‌ډېرې نیولی چې په یو نیم ساعت پلي مزل حاجیان حرم شریف ته ځان رسوي.
د هغه په وينا، د دوی لپاره بسونه په کرایه نیول شوی و خو د حج د مراسمو له پيلېدو سره سم هغه درول شوي او دوی اوس لمونځونه په خپلو اتاقونو کې وي.
ده زياته کړه، که,شخصي ټکسي نیسی نو کرایه یو طرفه ١٥٠ سعودی ریاله کېږي چې د ده په اند د حاجیانو له توانه وتلي خبره ده

د يادونې وړ ده، چې پخوا حکومت پلان درلود، چې د حج بعثه اداره له ياد وزارت څخه جلا کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.