ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابلبانک پخوانى رييس شېرخان فرنود په بګرام زندان کې ومړ

د کابلبانک پخوانى رييس شېرخان فرنود په بګرام زندان کې ومړ

author avatar
24 Aug 2018 - 14:50
د کابلبانک پخوانى رييس شېرخان فرنود په بګرام زندان کې ومړ
author avatar
24 Aug 2018 - 14:50

کابل  (پژواک، ٢ وږى ٩٧) : د کابلبانک پخوانى رييس او شريک شېرخان فرنود د بګرام په زندان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

فرنود، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خصوصي بانک (کابل بانک) بنسټګر او له شريکانو څخه و .

هغه، د کابلبانک د فساد په قضيه کې په ١٣٩١ لمريز کال کې په بند محکوم او د بګرام په زندان کې بندي و.

يوې دولتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې شېرخان فرنود تېره شپه د بګرام په زندان کې ساه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړه چې هغه د زړه او شکرې ناروغي درلوده او ممکن د زړه حمله پرې راغلې وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر اشرف غني يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د شېرخان له کورنۍ سره يو ځاى دا قضيه وڅېړي.

د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور هم پژواک ته د فرنود مړينه تاييد کړه او ويې ويل چې هغه نن سهار په څه باندې نهو بجو د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.

په  ١٣٨٩ لمريز کال کې وروسته له هغه چې د کابل بانک په اړه د سلګونو ميليون ډالرو د زيان  راپورونه خپاره شول، شېرخان فرنود او خليل الله فروزي له دندې ګوښه او ددې بانک چارې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راوستل شوې.

د افغانستان بانک پخواني رييس عبدالقدير فطرت، ويلي و، چې له کابل بانک څخه له ټکټانه سره شاوخوا ٩١٠ ميليون ډالره پور په ناقانونه توګه اخيستل شوى، چې له دې جملې څخه  ٥٠٤ ميليونه امريکايي ډالر شېرخان فرنود او ٦٦،٩ ميليون  ډالر خليل الله فروزي اخيستي دي.

ځانګړې لومړنۍ محکمې د کابل بانک د قضيې په تړاو د کابل بانک او افغانستان بانک د څلورو پخوانيو چارواکو په ګډون ٢٠ تنه له درييو مياشتو تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم کړل.

ياد خصوصي بانک په ٢٠٠٩ کال کې د ناقانونه ٨٣٥ ميليونه امريکايي ډالره پورونو د ورکولو له امله له بحران سره مخ شو.

تر بحراني کېدو وروسته د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې اوس د "نوي کابل بانک" په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.