ګردیز- جلال اباد (پژواک، ۲ وږی ۹۷) : دننګرهار او پکتیا ولایتونو په دوو ترافیکي پیښو کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د وږي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جلال اباد - تورخم پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند هزار ناو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه اووه تنه ټپیان شوي دي
هغه زیاته کړه، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي، خو د هغوی د روغتیایی حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.
دیو بل خبر له مخې دکابل خوست پر لویه لاره د پکتیا ولایت د د تېرې کنډو ــ ګردېز په لويه لار په زغفران خېلو سيمه کې د يوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله د يو ماشوم په ګډون درې تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى
د پکتيا د ترافيکو مدير شفيق وايي پېښه مازديګر مهال رامنځته شوې ده. نوموړى د پېښې علت د چلوونکي بې احتياطي يادوي او وايي چې په پېښه کې د چلوونکي په ګډون تنه شهيدان او يو تن ټپي شوى دى. د ده په خبره د ټپي حالت د ډاډ وړ دى
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن