ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د جلال اباد ښار بې نظمي د پخوانيو مسوولینو د بې غورۍ له امله ده

” د جلال اباد ښار بې نظمي د پخوانيو مسوولینو د بې غورۍ له امله ده

author avatar
24 Aug 2018 - 10:33
” د جلال اباد ښار بې نظمي د پخوانيو مسوولینو د بې غورۍ له امله ده
author avatar
24 Aug 2018 - 10:33

جلال اباد (پژواک  ٢ وږى ۹۷): د جلال اباد ښاروال وايي، په تېرو کلونو کې د ښار نه پراختيا، بې نظمي او د ښار ټوله ګډوي د ښاروالۍ د پخوانيو مسوولينو او ښاريانو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې او تر ننه د جلال اباد ښار نه دی پراخ شوی.

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې که څه هم د تېر په پرتله د خپلو عوايدو د لوړېدو خبره کوي، خو وايي، لا هم د ښار ۷۰ سلنه اوسېدونکي د ښاروالۍ د صفايۍ ټېکس نه ورکوي.

نوموړی وايي، له کله راهيسې چې پر دنده ګومارل شوی، تر ټولو لومړی کار يې د ښاروالۍ د عوايدو لوړوالي لپاره کړی چې يوازې د دوو بندرونو په عوايدو کې يې د پخوا په پرتله د پام وړ لوړوالی راغلی دی.

دی زياتوي: ((ښاروالۍ دوه ډوله عوايد لري، يو ثابت او يو غير ثابت چې تر ډېره په جلال اباد ښار کې د غير ثابتو عوايدو په برخه کې ستونزه وه، اوس موږ د ثمرخېلو او دوه سرکې برخو کې د بندرو کنټرول پيل کړی چې يوه يې د پخوا په پرتله ۸۴ او بل يې نږدې سل سلنه لوړ کړی دی.))

د جلال اباد ښاروال وايي، داخلي بېځايه شوي او له پاکستانه راستنو شوو کډوال  ۸۵ سلنه يې همدلته جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې مېشت دي چې دغې چارې هم د جلال اباد ښار بې نظمه کړی دی.

هغه دا هم وايي چې د جلال اباد ښار د مساحت کموالی او دلته د غير متمرکزو بازارونو نه موجوديت هم ښاري ګڼه ګوڼه زياته کړې چې بازارونه يوازې د مخابراتو او تلاشۍ تر څلورلارې محدود شوي دي.

د جلال اباد ښاروال مني چې په تېر کې د ښاروالۍ مسوولينو د ښار پراختيا، رغونې، پاکوالي او نظم لپاره ګټور کارونه نه دي کړي او په دې برخه کې د پخوانيو مسوولينو تر څنګ ښاريانو ته هم د بې غورۍ ګوته نيسي.

هغه په ښار کې د نظم رامنځته کولو په اړه د خپلو هڅو په تړاو وايي: ((موږ د ترافيکو او ترانسپورټ له ادارې سره په ګډه د نظم لپاره کار کوو، لومړی مو پر ښار غټې اشترنګي رېکشې بندې کړې اوس مو د خپلسرو او سړک سر اډو د مخنيوي هڅې هم پيل کړې دي.))

د جلال اباد ښاروال وايي، د ښاري پراختيا له ادارې سره يې په ګډه د جلال اباد ښار د پراختيا هڅې هم پيل کړې دي، خو شمال ته کابل سيند، سوېل ته د فارم هډې کانال او لوېديځ ته د درونټې بند هغه څه دي چې له امله يې دغو برخو ته ښار پراختيا نه شي موندلی.

نوموړي وویل: ((له موږ سره اوس يوازې يوه گزينه پاتې ده، د ختيځ لوری چې د بهسودو ولسوالۍ ځينې برخې او د روداتو ولسوالۍ ځينې برخې به په کې رانغاړو خو دا هم ډېر نه شي پراخېدلی، هڅه کوو چې د بلند منزلونو سيستم رامنځته کړو.))

هغه د ښار نوو تاسيس شوو ناحيو د خدماتو په برخه کې هم د ښاروالۍ ناغېړي مني، خو وايي، دغو برخو کې لويه ستونزه د ناحيو تر څنګ د ولسواليو فعاليت دی.

ښاروال وايي، تر اوسه لا د جلال اباد ښار نوې تاسيس شوې ۷مه او ۸مه ناحيې د بهسودو او سره رود ولسواليو تر فعاليت لاندې دي، خو تازه د ولسي تړون برنامه کې ۱۰۰ شوراګانې همدغو ناحيو ته ځانګړې شوې چې سلګونه پروژې به ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.