ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره  له نهه  ميليون  څخه ډېرې راى پاڼې چاپېږي

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له نهه ميليون څخه ډېرې راى پاڼې چاپېږي

author avatar
24 Aug 2018 - 13:07
د ولسي جرګې ټاکنو لپاره  له نهه  ميليون  څخه ډېرې راى پاڼې چاپېږي
author avatar
24 Aug 2018 - 13:07

 کابل (پژواک، ۲ وږى ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو لپاره  له نهه  ميليون  څخه د ډېرو راى پاڼو د ژر چاپ خبر ورکوي او وايي چې هيله لري تر سبا پورې به ددغه کمېسيون اړوند دفترونه خلاص شي .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د راى پاڼو د چاپ په موخه چمتوالى نيول شوى او ددغه کمېسيون  رهبرۍ  دوه ورځې مخکې د راى پاڼو د ډيزاين طرحه نهايي او  دوبۍ ته يې د چاپ په موخه واستوله .

 ابراهيمي د وږي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل چې ټاکل شوې نهه ميليون او ٧٢زره راى پاڼې په دوبۍ کې چاپ شي .

 هغه ددغو راى پاڼو د چاپ د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې لګښت يې د ملګرو ملتونو له خوا ورکول کېږي .

 ده د ټاکنو کمېسيون د يو شمېر دفترونو د تړل کېدو په اړه وويل ، ١٢ ورځې کېږي چې د ټاکنو کمېسيون دفتر دروازه د کانديدانو له وروستي لېست څخه د لرې شوې نوماندانو له لوري تړل شوې .

 د نوموړي په خبره،چې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل کېدو دوى ته ستونزې جوړې کړي ، په ډيټابيس کې يې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه له ځنډ سره مخ کړې  او د کارمندانو د ګومارنې او لوجيستک په برخو کې يې ستونزې را منځته کړې دي.

 ابراهيمي وويل چې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو د خلاصون په موخه مشورې شوي او ډېر ژر به دغه دفترونه خلاص شي .

 هغه هيله وښوده چې دا رتلونکې اوونۍ به د ټاکنو کمېسيون دروازې خلاصې شي او دوى به د مهالوېش مطابق خپل پروګرامونه پلي کړي ، ترڅو خلک د رڼو  او عادلانه ټاکنو شاهدان واوسي.

 دا په داسې حال کې ده چې د شکايتونو کمېسيون ولسي جرګې ته د ٣٥ احتمالي کانديدانو نومونه له وروستي لېست څخه لرې کړل او د هغوى يو شمېر پلويانو د ټاکنو د مرکزي دفتر په ګډون په ځينو ولايتونو کې د اعتراض په ډول د ټاکنو کمېسون دفترونه تړلي دي .

اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې له لېست څخه د ايستل شوو کانديدانو نومونه دې بېرته په لېست کې شامل شي ، خو د شکايتونو کمېسيون خپله کړې پرېکړه وروستۍ ګڼي  .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.