د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​خوست کې د نشه يي توکو کاروبار او د روږدو شمېر ډېر شوى

​خوست کې د نشه يي توکو کاروبار او د روږدو شمېر ډېر شوى

Aug 24, 2018 - 10:36

خوست ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٧) د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې امنيتي ارګانونه په ځانکړي ډول پوليس د نشه يي توکو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

د خوست ښار دغه اوسېدونکي له پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، اوس هم په رڼا ورځ نشه يي توکي د خوست ښار تر څنګ په نورو نږدې سيمو کې په ازاد ډول پلورل کېږي.

د هغوی په وينا، کومه مبارزه چې پوليسو د نشه يي توکو پر وړاندې پيل کړې ده، يواځې نمايشي بڼه لري او په عمل کې هېڅ هم نه تر سترګو کېږي.

د محمدالله په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس هغه څوک نيسي او زندان ته يې اچوي چې نشه يي توکي يواځې استعمالوي.

ده زياته کړه، حکومت ته په کار ده چې د نشه يي توکو د استعمال او قاچاق د مخنيوي په موخه د حل په اساسي لارو چارو فکر وکړي او دا ناوړه پديده له منځه يوسي.

هغه وايي: ((تر هغه چې د نشه يي توکو لوی لوی کاروباريان ونه ونيول شي، نشه يي توکي نه کمېږي، اوس وخت کې پوليس هغه کسان نيسي چې نشه يي توکي استعمالوي او کاروباريان يې ازاد ګرځي. حکومت ته دې برخه کې جدي مبارزه په کار ده.))

د ذبيح الله په نوم د خوست ښار يو بل اوسېدونکي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې بيا وويل ډېر داسې کسان يې ليدلي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تور نيول شوي، خو له څو ورځو بند تېرولو وروسته بېرته خوشي شوي دي.

نوموړی وايي که دغه حالت همداسې روان وي، هيله مند نه دی چې نشه يي توکي دې په دغه ولايت کې ورک شي.

هغه زياتوي: ((حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې خوست کې نشه يي توکي بېخي ورک کړي، دا به ځوانانو ته او عامو خلکو ته ډېره ګټه ورسوي. هغه کسان چې په دې برخه کې نيول کيږي په خپله قانوني سزا بايد ورسېږي او ژر خوشي نه شي)).

د خوست امنيه قوماندان سمونمل اخترمحمد نوروزی بيا وايي هر کله چې دی دغه ولايت ته د امنيه قوماندان په توګه راغی، لومړی کار چې ده په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای ورکړی، هغه د نشه يي توکو پر ضد جدي مبارزه ده.

سمونمل اخترمحمد نوروزي پژواک اژآنس ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق او استمعال په تور لسګونه کسان نيولي عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

نوموړی زياتوي: ((زموږ مبارزه د نشه يي توکو پر وړاندې ډېره جدي او قاطع ده. همدا ډول د يو شمېر ولسواليو قومي مشرانو او سپين ږيرو موږ سره د قومي تړون له مخې تعهد کړی دی چې په خپلو سيمو کې به د نشه يي توکو قاچاق او استمعال ته اجازه نه ورکوي او د اړتيا په صورت کې به موږ ته خبر راکوي.))

په همدې حال کې د دغه ولايت يوه مدني فعال محمد شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځينو مواردو کې په خپله امنيتي چارواکي د نشه يي توکو له کاروباريانو سره لاس لري.

نوموړی وايي تر هغې چې امنيتي کسان په دې برخه کې صادقانه چلند کار ونه کړي، ګومان نه کوي چې نشه يي توکي دې ورک شي.

دی وايي: ((نشه يي توکي په ازاد ډول خرڅېږي او دا پر دې دلالت کوي چې چارواکي په خپله په دې کې لاس لري او نه غواړي چې نشه يي توکي په مطلق ډول بند شي. هغه چارواکي چې په ساحه کې دي او د دندې په ترسره کولو کې غافله دي هغه بايد ونيول شي)).

د خوست امنيه قوماندان بيا دا نه مني چې ګني ځيني امنيتي چارواکي دې د نشه يي توکو له کاروباريانو سره لاس ولري او وايي دوی شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې دې ناوړې پديدې ته د پای ټکی کېږدي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement