ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز په ټولنیزو برخو کې د ښځو ګډون زیات شوی

د نیمروز په ټولنیزو برخو کې د ښځو ګډون زیات شوی

author avatar
25 Aug 2018 - 17:06
د نیمروز په ټولنیزو برخو کې د ښځو ګډون زیات شوی
author avatar
25 Aug 2018 - 17:06

زرنج (پژواک، ۳ وږی ۹۷): د نیمروز ولایت په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې د ښځو شتون او راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهير کې په پراخ ګډون سره دا څرګندېږي چې ښځې د خپلو حقونو او اساسي مسوولیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړی دی.

نیمروز د افغانستان له سوېلي ولایتونو دی چې نږدې ۱۷۱زره وګړي لري، له دې ډلې د دغه ولایت نږدې سل زره اوسېدونکي چې شاوخوا ۳۰سلنه یې ښځې دي، په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.

په نیمروز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر د معلوماتو له مخې، څه باندې ۹۸زره چې نږدې ۳۰زره یې ښځې دي، په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده، د ولسي جرګې ټاکنو ته درې مېرمنو او د ولسوالیو شوراګانو لپاره شپږو مېرمنو ځانونه نوماندان کړي دي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت لپاره دوه څوکۍ ځانګړې شوې دي چې دا مهال ورته دواړه نوماندانې ښځې دي.

د نیمروز ولایتي شورا ۱۲ څوکۍ لري چې درې یې د ښځو په واک کې دي.

د ولایتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټولټال نږدې دوه زره مېرمنې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي چې ډېری یې د پوهنې او روغتیا په برخو او پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کوي.

په نیمروز ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر مشر عبدالحمید شریفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نوم لیکنې بهیر پړاوونو له پیله څه باندې ۹۸زرو کسانو چې نږدې ۳۰زره یې ښځې دي، نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په ملي بهیرونو کې د خلکو ګډون د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی، څرنګه چې په تېرو ټاکنو کې د ګډون لپاره نږدې ۴۰زره کسانو نوم لیکنه کړې وه؛ خو دغه ځل یوازې نږدې ۳۰ زرو ښځو نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې په پراخ ډول د ښځو ګډون په اړه وویل چې د مختلفو بنسټونو له لوري په ملي بهیرونو کې د ښځو ګډون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول چې له امله یې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د هغه په وینا، د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو پراخ ګډون چې دېرش سلنه یې ښځې دي، د دې لامل شو چې د هېواد په کچه دغه ولایت په یاد بهیر کې د ګډون له اړخه پنځم ځای خپل کړي.

پېغلې نفیسې چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، وویل: ((په تېرو ټاکنو کې مې د کم عمر له امله ګډون ونه شو کړای، خو اوس مې چې قانوني عمر بشپړ کړی، غواړم چې راتلونکو ټاکنو کې په پوره لېوالتیا برخه واخلم څو د نورو لپاره دا ثابته کړم چې کولی شم له خپلو حقونو څخه ګټه واخلم.))

نوموړې زیاته کړه چې په ټاکنو کې ګډون د ټولنې د هر وګړي دنده او حق دی، توپیر نه لري، که نارینه وي او یا ښځینه.

هغې وویل: ((موږ باید د ښځو ملاتړ وکړو او ویې هڅوو، څو په ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ځکه د دوی له لوري د استازي ټاکل هم دوی ته او هم هېواد ته ګټور تمامېدای شي.))

د نیمروز ښار اوسېدونکې مینا بلوچ وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې د ريښتينې او خدمت کوړنکي استازي ټاکلو لپاره ګډون کوي؛ ځکه په تېرو ټاکنو کې یې هم داسې څوک بریالی کړ چې د غوره خدمت جوګه شو.

هغې زیاته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې مو ګډون وکړ او راتلونکو ټاکنو کې به هم د خپلې خوښې نوماند وټاکو.))

د نیمروز ښځو چارو ریاست له لوري وروستۍ خپرې شوې شمېرې ښيي چې شاوخوا دوه زره ښځې د نیمروز په بېلابېلو دولتي بنسټونو کې دندې ترسره کوي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله، ۵۰ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

د نیمروز د ښځو چارو مشرې ملالۍ احمدي وویل چې د تېرو کلونو په نسبت په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون کچه دوه برابره شوې ده او اوس ښځې په ټولنیزو، سیاسي، علمي او فرهنګي برخو کې فعال نقش لري.

د نوموړي معلوماتو له مخې، ۱۷۵۰ ښځې د پوهنې او نږدې ۱۵۰ د روغتیا په برخو کې ۵۰ ښځې د پولیسو په لیکو، ۱۹ د کار او ټولنیزو چارو ریاست، اته مېرمنې د ښځو چارو ریاست، پنځه مېرمنې د عدلیې ریاست، پنځه په مستوفیت، پنځه د کرنې ریاست، څلور ښځې د استیناف څارنوالۍ اداره، څلور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، یوه ښځه د اقتصاد ریاست او یوه هم په محکمه کې دندې ترسره کوي.

هغې زیاته کړه چې د نیمروز کم دولتي تشکیلات، د دغه ولایت لرې والی او د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو کمښت هغه لاملونه دي څو په دغه ولایت کې د ښځو ګډون ډېر زیات نه وي.

نوموړې وویل چې د ښځو چارو ریاست څو ځلې په رسمي ډول له مرستندویه اداروغوښتنه کړې څو له ښځو سره د پروژو په برخه په ځانګړې توګه د غالیو اوبدلو په برخه کې مرسته او ملاتړ یې وکړي.

هغې زیاته کړه که د دولتي ادارو تشکیلات زیات او پروژې تطبیق شي، ډېرو ښځو ته به د کار زمینه برابره شي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازې فرشتې امینې وویل چې د دغه ولایت ښځې په ټولو برخو کې د ګډون تابیا لري، خو مخکې له دې باید د ظرفیت لوړتیا او عامه پوهاوي په برخو کې پروګرامونه ترسره شي.

نوموړې وویل: ((اوسمهال ښځې تر پخوا له خپلو حقونو څخه خبرې شوې دي او اړینه بولي چې د نارینه و تر څنګ د خپلې کورنۍ اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وکړو، په دې ولایت کې زیات شمېر لوستې مېرمنې شتون لري چې له تبعیض او جنسیتي توپیر پرته له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه کار وکړي.))

خو هغې زیاته کړه چې د غیر دولتي بنسټونو کمښت او په دولتي ادارو کې د لږ تشکیل له امله لسګونه ښځې د لیسانس سند په درلودو، د خدمت له ترسره کولو محرومې شوې دي.

په نیمروز کې د ښځو چارو ریاست کارکوونکې شیما محمدي وویل چې ښځې د پولیسو له لیکو سره یو ځای کېدو ته خورا لېواله دي؛ خو په دغه ولایت کې د پولیسو جذب لپاره تشکیل لږ دی.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مسوول محمد عمري د دې موضوع په تایید سره وویل: ((ډېرې ښځې غواړي چې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړي، خو زموږ تشکیل پخوانی دی او له بده مرغه نه شو کولی چې هغوی وګومارو.))

د نوموړي په وینا، دا مهال نږدې ۵۰ مېرمنې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوي.

د نیمروز مدني فعالان وايي که څه هم نیمروز د هېواد یو لرې پروت ولایت دی او د ښځو ظرفیت لوړتیا په برخه کې ډېر کار نه دی شوی، خو بیا هم په دولتي ادارو کې کار کولو ته د ښځو لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده.

د نیمروز ولایت مدني فعال امان الله بارک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام او په دولتي ادارو کې د ګډون لپاره د تبلیغاتي او ذهنیت جوړونې پروګرامونو په ترسره کولو سره د هرې ورځې په تېرېدو په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون زیاتېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.