چاريکار (پژواک، ٣ وږی ٩٧): د پروان سیمه یيزې سرچینې وايي، طالبانو نن سهار د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ احتمالي نوماند د فوټبال له میدانه تښتولی دی.
د سیاه ګرد ولسوال نوراقا سامع پژواک خبري اژانس ته وویل، ځواکمن نن سهار د دغه ولسوالۍ په سرخي سیمه کې د فوټبال لوبه کوله چې وسله والو طالبانو تښتولی دی.
نوموړي زیاته کړه: ((ګل خان د پروان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیال او د فوټبال مینه وال دی، څو ورځې مخکې یې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د فوټبال یو لوبغالی جوړ کړی و او طالبانو له دې لوبغالي سره مخالفت وکړ او د دغه ولسوالۍ احتمالي نوماند ته یې ګواښ کړی و.))
د هغه په خبره، سپین ږیري طالبانو ته ورغلي دي، طالبانو ویلي چې ځواکمن به له څېړنو وروسته خوشی کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ماهر افغان په نوم یوه کس چې په خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو ځيني راپورونه خپروي لیکي: ((د سیاه ګرد ولسوالۍ شورا ته احتمالي نوماند ګل خان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د یاد ولایت د شینوارو ولسوالۍ احتمالي نوماند عبدالشکور هم طالبانو تښتولی و خو بېرته راخوشی شو.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د بګرام په هوايي ډګر چېرې چې بهرني ځواکونه مېشت دي راکټي برید ترسره شوی دی.
د بګرام ولسوال سیف الله بیدار وویل، تېره شپه څو راکټونه په هوايي ډګر توغېدلي دي خو په هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له خوا شنډ شوي او مرګ ژوبله نه لري.
وسله وال طالبان وايي، دغه راکټونه د دوی له لوري توغول شوي. دوی له جزئیاتو پرته ويلي، د دغه راکټونو په نتیجه کې یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرنیو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د بدخشان سیمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې د دغه ولایت د نُسي درواز ولسوالۍ څارونوال نیولی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون امر سمونوال امام علی عزیزي وویل، یاد څارونوال احمدخان چې د اختر په ورځو کې راوند کلي ته خپلې کورنۍ ته تللی و، تېره شپه د بېرته راستنېدو پر مهال طالبانو نیولی او شاخ درې سیمې ته یې لېږدولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن