ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشعل: د غزني پر ښار د بیا برید په اړه خبرونه شایعات دي

مشعل: د غزني پر ښار د بیا برید په اړه خبرونه شایعات دي

author avatar
25 Aug 2018 - 15:25
مشعل: د غزني پر ښار د بیا برید په اړه خبرونه شایعات دي
author avatar
25 Aug 2018 - 15:25

غزني ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د ښار وضعيت ښه دى او ځيني خلک په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې شايعات خپروي.

له تېرو دوو شپو راهيسې داسې اوازې خپرې شوې دي چې ګواکې وسله وال طالبان بيا غواړي پر غزني ښار بريد وکړي چې له امله يې ځينې کورنۍ له ښاره وتلې دي.

د غزني امنيه قوماندان جنرال فريد احمد مشعل وايي چې په ښار کې هېڅ ستونزه نشته او ټول ښار د دوى په لاس کې دی.

هغه د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  کوم مرسته کوونکي سرتېري چې غزني ته راغلي وو، اوس هم په ښار کې دي او د خلکو امنیت يې نيولی دى.

د مشعل په وينا، وسله وال طالبان د خلکو په منځ کې تبليغ کوي او تل غواړي چې وېره خپره کړي ، خو په تېر بريد کې هغوى داسې ماتې خوړلې چې بيا د بريد جرئت نه شي کولى.

امنيه قوماندان وايي، له دې وروسته که هر چا د دښمن په ګټه غلط او له حقیقت څخه لرې خبرونه او معلومات خپاره کړل نو ورسره به قانوني چلند وشي.

نوموړي زياته کړه چې په غزني ښار کې تصفيوي عملیات روان دي او د ښار اړوند ټولې سيمې يې نيولې دي او هېڅ ستونزه نشته.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، کله چې یې په ټولنيزو شبکو کې په ښار کې د نا امنيو او طالبانو د بريد په اړه يې معلومات ترلاسه کړل، نو له خپلې کورنۍ سره خوندي سيمې ته ولاړ.

خو هغه وايي، وروسته چې يې له چارواکو معلومات ترلاسه کړل، نو په ښار کې هېڅ ستونزه نه وه.

د غزني ښار د حکيم سنايي سيمې اوسېدونکي نعمت الله چې له کورنۍ سره له کوره وتلی، وايي کله چې يې پر ښار د بريد خبر واورېد، نو سمدلاسه يې کورنۍ خوندي ځاى ولېږدوله.

شاوخوا دوه اوړنۍ مخکې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې تر پنځو ورځو جګړې وروسته له ښاره ايستل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.