کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۷): پوليسو تېره مياشت د ٢.١ ميليون ډالرو په ارزښت نشه يي توکي او په دغو توکو کې کارېدونکي تېزاب ترلاسه کړي او په تړاو يې د نړيوالو قاچاق کوونکو په ګډون ۳۵۹ کسان نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال عبدالخليل بختيار نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په يادو نشه يي توکو کې ۹٦ کيلوګرامه هيرويين او ۲۵ کيلوګرامه ترياک شامل دي.
دغه راز هغه وايي چې پوليسو تېره مياشت اووه ټنه تېزاب چې په نشه يي توکو کې ترې کار اخيستل کېږي، هم نيولي دي.
ده وويل چې د يادو نشه يي توکو بيه ٥٠٠زره امريکايي ډالره او د تېزابو بيه ١.٦ ميليون ډالره کېږي.
هغه زياته کړه چې په نيول شوو ۳۵۹ کسانو کې نړيوال قاچاق وړونکي هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې ځای لري.
دى د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې په نيول شوو کسانو کې ۱۶ کسان د امنيتي او دفاعي ځواکونو اړوند کسان او ښځې هم شاملې دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې سره له دې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ميلياردونه ډالر لګول شوي، خو د ٢٠٠١ کال په پرتله په ٢٠١٧ کال کې د کوکنارو د کښت کچه ٤١ ځلې ډېره شوې ده.
د پژواک د يو راپور له مخې، په افغانستان کې تېر کال د وړم په پرتله د کوکنارو کښت ٦٣ سلنه او د ترياکو توليد ٧٨ سلنه زيات شوى و.
د دغه راپور له مخې، تېر کال په ٣٢٨ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او په هېواد کې د ترياکو د توليد کچه شاوخوا ٩٠٠٠ مټريک ټنو ته رسېدلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن