ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يو کانديد په کابل کې ووژل شو

د ولسي جرګې يو کانديد په کابل کې ووژل شو

author avatar
25 Aug 2018 - 19:27
د ولسي جرګې يو کانديد په کابل کې ووژل شو
author avatar
25 Aug 2018 - 19:27

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٧): ولسي جرګې ته يو تن خپلواک نوماند د کابل په  شکردرې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال  وژل شوى دى.

د شکردرې ولسوالۍ يوې سرچينې د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه په شاوخوا يوه بجه د ولسوالۍ د کاريزک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له کابل څخه د ولسي جرګې خپلواک نوماند حاجي جلال الدين صالحي وژل شوى دى.

خو يادې سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د حاجي جلال د کورنۍ يوه غړي محمد حفيظ پژواک ته وويل، چې دا پېښه د کابل ښار د ١٧مې حوزې اړونده د الفتح په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه: "غرمه مهال امنيتي ځواکونه چې بهرنيان هم په کې وو، راغلي، د هغه پر کور يې چاپه ووهله او حاجي جلال يې وواژه."

د نوموړي په وينا، ځواکونو له ځانه سره د هغه د کورنۍ څو تنه غړي هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې حاجي جلال صالحي د کابل د پخواني والي ملا تاج محمد مجاهد وراره او زوم يې هم و.

ملا تاج محمد مجاهد هم ولسي جرګې ته کانديد دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.