لومړی تعقيب- جلال اباد (پژواک، ٣ وږى ٩٧): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې نږدې ۱۱ نیمې بجې د ټاکنو ولايتي دفتر مخې ته رامنځته ته شوه.
هغه زياته کړه، بريد هغه مهال وشو چې د پېښې سیمې ته څېرمه ولسي جرګې ته د نوماندانو له لېست څخه د حذف شوي نوماند جاوېد زمان پلویان په اعتراضیه ډول را ټول شوي وو.
دی وايي، پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي،چې د يو تن ټپي روغتیایي وضعیت هم نازک دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال هم پژواک ته ويلي چې د پېښې له ځايه ورته دوه جسدونه او څلور ټپيان انتقال شوي دي.
د ولسي جرګې له لېست څخه ايستل شوی معترض کانديد جاوېد زمان هم وايي چې په پېښه کې يې دوه پلويان وژل شوي، څلور ټپيان او يو نادرکه شوی دی.
د هغه د پلويانو له ډلې رحمان الله په سيمه کې د پژواک خبريال ته ويلي چې ځانمرګی بريدګر پلی و، د پوليسو له تلاشۍ او لومړي کمربند راتېر شوی و چې د دوی د تلاشۍ پر مهال يې ځان پورې چاودېدونکي توکي چولي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دی منلی.
بلخوا ولسمشر اشرف غني دغه برید غندلى او یو جنايت یې بللى دى.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګر د سوله ییزو اعتراضونو او ناستو د ځپلو له لارې په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د ولسواکۍ بهیر ټکنی او ولسونه له هغې لارې څخه چې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره یې غوره کړې ده، منحرف کړي.
محمد اشرف غني د غندنې تر څنګ پر دغه برید خواشیني څرګنده کړه او وې ویل، سولهییز اعتراضونه او ناستې د خلکو قانوني حق او د ډيموکراسۍ اصل دی چې خلک او سیاسیون له دغسې مشروع لارو خپلې غوښتنې او مسايل مطرح کوي، پر دوی برید په ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ برید دی.
ولسمشر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې پېښه وڅېړي او د پېښې ټپیانو سره په ټول توان بیړنۍ مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن