ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو له امله لس کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي

هلمند کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو له امله لس کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي

author avatar
25 Aug 2018 - 15:12
هلمند کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو له امله لس کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي
author avatar
25 Aug 2018 - 15:12

لښکرګاه (پژواک، ۳ وږی ۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د اختر په ورځو کې په هلمند ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله ١٠ کسان مړه او ٩٨ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د بُست روغتون رييس ډاکتر احمد ضياء حيات وايي چې یاده مرګ ژوبله د اختر په لومړيو څلورو ورځو کې خلکو ته اوښتې ده.

هغه زياته کړه، دوی ته ور وړل شوي ډېری هغه ځوانان دي چې د موټرسايکلونو د ټکر او چپه کېدو له امله ټپیان دي شوي ډي.

حيات وايي چې په  مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د نوموړي په وينا، ډېرى ټپيان له درملنې وروسته رخصت شوي او لږ شمېر یې اوس هم په روغتون کې دي.

د عبدالجبار په نوم يوه ټپي پژواک ته وويل چې د اختر په دويمه  ورځ د موټرسايکل د ټکر له امله ټپي شوى دى.

نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دې برخې ته جدي پاملرنه وکړې، څو د دې ډول  پېښو مخه ونیول شي.

یوه بل ټپي نورمحمد پژواک ته وویل، تېره ورځ یې د دغه ولایت  په ناوې ولسوالۍ له موټرسایکل سره يې  کر وکړ،چې له امله يې ټپي شوى.

د هلمند د ترافیکو مدیر میرزاخان روحاني وویل د تېر کال په پرتله  سږ کال پېښې کمې دي؛ ځکه  تېر کال تر ۱۵۰  ډېرې پېښې شوې وې، خو سږ کال لږې دي.

هغه زیاته کړه، د پېښو لامل دا دی چې له ولسوالیو ځیني ځوانان راځي او په  ترافیکي اصولو نه  پوهېږي، دغه راز د اختر په ورځو کې په  ښار کې ګڼه ګوڼه وي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.